YouVersion Logo
Search Icon

مرقوس 2

2
دوېم باب
د يو شل سړى روغول
1کله چې عيسىٰ يو څو ورځې وروستو کفرنحُوم ته واپس شو نو خلقو ته دا پته ولګېده چې هغه په کور کښې دے. 2او دومره ډېر خلق ورته راټول شول چې د دروازې نه بهر هم نۀ ځائېدل. او څۀ وخت چې هغۀ هغوئ ته کلام بيانولو، 3نو څلورو کسانو يو شل سړے راوچت کړے وو او هغۀ له يې په پوزى کښې راوړو. 4خو د ګڼې له کبله يې هغۀ ته نزدې نۀ کړے شو، نو هغوئ د کوټې چت په هغه ځائ کښې سورے کړو چرته چې عيسىٰ وو او په هغه سورې کښې يې هغه شل سړے په بستره کښې د هغۀ مخې ته ورښکته کړو. 5کله چې عيسىٰ د هغوئ دا ايمان وليدو نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل، ”زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول.“ 6خو هلته په دغه موقع يو څو د شرعې عالمان ناست وُو، هغوئ د ځان سره ووئيل چې، 7”دا سړے داسې خبرې ولې کوى؟ دا خو کُفر دے. د خُدائ پاک نه علاوه هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“ 8سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟ 9آيا دا آسانه خبره ده چې زۀ دې شل کس ته ووايم چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا ووايم چې پاڅه خپله بستره دې واخله او وګرځه؟ 10خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، 11”زۀ تا ته وايم چې، پاڅه، خپله بستره دې واخله او کور ته ځه.“ 12او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“
د محصولچى دعوت
13عيسىٰ يو ځل بيا د درياب غاړې ته لاړو، ګڼ خلق ورله راغلل او هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو. 14څنګه چې هغه له دې ځايه لاړو هغۀ د حلفۍ زوئ ليوى د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ليوى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو. 15نو څۀ وخت وروستو چې عيسىٰ د ليوى په کور کښې روټۍ ته کښېناستو، ډېر محصولچيان، ګناهګاران او د هغۀ مريدان ورسره يو ځائ روټۍ ته ناست وُو، ځکه چې ډېرو خلقو هغه منلو. 16ځينو فريسيانو، څوک چې د شرعې عالمان وُو چې دا وليدل چې هغه د محصولچيانو او ګناهګارانو په دې ډله کښې روټۍ ته ناست دے، نو د هغۀ مريدانو ته يې ووئيل چې، ”هغه ولې د محصولچيانو او ګناهګارو سره يو ځائ روټۍ خورى؟“ 17چې عيسىٰ دا خبره واورېدله نو دوئ ته يې وفرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو له دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو له.“
د روژې په باب کښې تپوس کول
18يو ځلې چې د يحيىٰ د مريدانو او د فريسيانو روژه وه نو ځينې خلق ورله راغلل او وې وئيل چې، ”څۀ وجه ده چې د يحيىٰ مريدان او د فريسيانو مريدان خو روژه نيسى، ولې ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“ 19عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې د وادۀ زلمے د جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شى څۀ؟ ترڅو پورې چې د وادۀ زلمے د دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى. 20يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى. 21هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه باندې نۀ لګوى، او کۀ څوک داسې کوى نو دا پيوند به چُوغه نوره هم وشلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى. 22هيڅوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو مے به مشکونه وشلوى، مے او مشکونه دواړه به ضائع شى. خو هر څوک نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچوى.“
د سبت په ورځ وَږى شوکول
23د يو سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو نو په تلو تلو کښې د هغۀ مريدانو وَږى راوشوکول. 24فريسيانو هغۀ ته ووئيل چې، ”وګوره، کوم کار چې د سبت په ورځ ناروا وى، دوئ ولې هغه کوى؟“ 25هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”تاسو چرې دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو او د خوراک دپاره هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ يې وکړل؟ 26هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“ 27عيسىٰ ورته دا هم وفرمائيل چې، ”سبت د بنى آدم دپاره جوړ شوے دے، نه چې بنى آدم د سبت دپاره. 28ځکه اِبن آدم د سبت د ورځې هم مالِک دے.“

Currently Selected:

مرقوس 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy