YouVersion Logo
Search Icon

مرقوس 1

1
اول باب
د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى بيان
1دا د خُدائ پاک د زوئ د عيسىٰ مسيح د زيرى شروع ده، 2لکه څنګه چې يشعياه نبى ليکلى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. 3په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“ 4او دغه شان په بيابان کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے او دا بيان يې کولو چې، ”توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.“ 5او د يهوديه د ټول مُلک او د يروشلم اوسېدونکى هغۀ له بهر راووتل، هغۀ هغوئ له د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه. 6د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو. 7هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم. 8ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به تاسو له په روحُ القُدس بپتسمه درکوى.“
د حضرت عيسىٰ بپتسمه او آزمېښت
9هم په هغه ورځو کښې داسې وشول چې د ګليل د ناصرت نه عيسىٰ راغلو او د اُردن د سيند په اوبو کښې يې د يحيىٰ نه بپتسمه واخسته. 10څۀ وخت چې هغه د اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانونه پرانستى وليدل او روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ رانازل شو. 11او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“ 12سمدستى روحُ القُدس هغه بيابان ته په تلو مجبور کړو. 13او هلته کښې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. هغه د ځنګلى ځناورو سره وو او فرښتې د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
د حضرت عيسىٰ د څلورو ماهيګرو رابلل
14نو هرکله چې يحيىٰ ګرفتار شو نو عيسىٰ ګليل ته راغلو او د خُدائ پاک د زيرى بيان يې کولو چې، 15”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“ 16کله چې عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو نو هغۀ دوه وروڼه وليدل چې شمعون او د هغۀ ورور اندرياس وو. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو. 17عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدم‌ګير جوړ کړم.“ 18او هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول. 19کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه لږ وړاندې لاړو نو هغۀ يعقوب د زبدى زوئ، او د هغۀ ورور يوحنا وليدل، چې په خپله کشتۍ کښې ناست وُو او جالونه يې مرمت کول. 20نو سمدستى هغۀ هغوئ راوبلل، او هغوئ خپل پلار زبدى د مزدورانو سره په کشتۍ کښې پرېښودو او په هغۀ پسې روان شول.
پيريانو نيولے سړے
21بيا دوئ د کفرنحُوم ښاريې ته لاړل نو کله چې د سبت ورځ راغله، عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او هلته يې تعليم شروع کړو. 22نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول. ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو. 23نو بيا په دغه وخت کښې په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پېرى نيولے وو. ناګهانه هغۀ چغې کړې، 24”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ 25عيسىٰ هغه ورټلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”چپ شه او د دۀ نه راوځه.“ 26او پيرى هغه سړے ډېر ولړزولو او په چغه ترې راووتلو. 27هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“ 28نو ډېر زر په ټول ګليل کښې هغه مشهور شو.
د ډېرو خلقو جوړول
29د عبادتخانې نه په راوتو هغوئ نېغ د شمعون او اندرياس کره لاړل او يعقوب او يوحنا هم ورسره ملګرى وُو. 30د شمعون خواښې تبې نيولې وه، او په کټ کښې پرته وه. هغوئ بيا د هغې د بيمارۍ حال ورته ووئيلو. 31عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه. 32هغه ماښام د نمر د پرېوتو نه پس هغوئ عيسىٰ له ټول بيماران او پيريانو نيولى خلق راوستل. 33او ټوله ښاريه د هغۀ د کور مخې ته راټوله شوله. 34عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.
په ګليل کښې ګرځېدل او بيان کول
35سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله. 36خو شمعون او د هغۀ ملګرو يې تلاش کولو چې وې مومى، 37او کله چې يې وموندلو نو ورته يې ووئيل چې، ”ټول خلق ستا په تلاش کښې دى.“ 38هغۀ جواب ورکړو چې، ”راځئ چې نزدې ښارونو ته لاړ شُو چې زۀ هلته هم خپل بيان وکړم ځکه چې زۀ په هم دې غرض راوتلے يم.“ 39نو هغه په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د هغوئ په عبادتخانو کښې يې بيان کولو او پيريان يې شړل.
د يو جذامى پاکول
40عيسىٰ له يو جذامى راغلو، مِنت زارى يې ورته وکړل او ورته په سجده پرېوتو، عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“ 41د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ 42نو سمدستى د هغۀ نه جذام ختم شو او هغه پاک شو. 43بيا عيسىٰ هغه د دې سخت حکم سره رُخصت کړو، 44”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. لاړ شه، خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“ 45خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.

Currently Selected:

مرقوس 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy