YouVersion Logo
Search Icon

ميکاه 2

2
دوېم باب
د انسان بې‌اِنصافى او خُدائ پاک
1افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى. 2چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى. 3نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د دې قوم خلاف د تباهۍ منصوبه جوړوم، د دې نه به تاسو ځان خلاص نۀ کړئ. تاسو به نور په غرور کښې نۀ ګرځئ، ځکه چې دا به د افت وخت وى. 4په هغه ورځ به خلق تا پورې خندا کوى، هغوئ به تا ته پېغور درکوى د غم په دې مرثيى کښې، ”مونږ مکمل تباه شُو، زما د قوم ملکيت تقسيم شو. مالِک زمونږ جائيداد اخستے دے او هغه يې غدارانو له ورکړے دے.“ 5نو ځکه په تاسو کښې به هيڅوک د مالِک خُدائ په مجلس کښې نۀ وى چې زمکه په پچه تقسيم کړى.
د دروغو پېغمبران
6”پېشګوئې مۀ کوه،“ د خلقو پېغمبران وائى، ”د دې څيزونو په حقله پېشګوئې مۀ کوه، شرم به مونږ ګېر نۀ کړى.“ 7اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟ 8تر ننه پورې زما خلق لکه د دشمن غوندې زما خلاف راپاڅى. تاسو د هغوئ د اوږو نه قيمتى چُوغه وباسئ څوک چې په تاسو باور کوى، او لکه د هغه سړو په شان يې بربنډه‌وئ لکه څوک چې د جنګ نه راواپس شى. 9تۀ زما د قوم ښځې د خپلو ښائسته کورونو نه شړې. تۀ د هغوئ د بچو نه د تل دپاره زما نعمتونه اخلې. 10پاڅه دلته نه ځه، ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے، ځکه چې دا پليت دے، دا تباه شوے دے، دلته ستا دپاره علاج نشته. 11کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.
د خلاصون وعده کول
12زۀ به يقيناً تاسو ټول راغونډ کړم، اے د يعقوب اولاده، زۀ به يقيناً د بنى اِسرائيل ژوندى پاتې شوى خلق رايوځائ کړم. زۀ به هغوئ داسې رايوځائ کړم لکه ګډې چې شپول ته رايوځائ کيږى، لکه چې رمې د خپل څرن ځائ کښې وى، هغه ځائ به د خلقو نه ډک وى. 13څوک چې لاره کولاو کړى هغه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، هغوئ به دروازې ماتې کړى او بهر به وځى. د هغوئ بادشاه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، مالِک خُدائ به د هغوئ رهنمائى کوى.

Currently Selected:

ميکاه 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy