YouVersion Logo
Search Icon

ميکاه 1

1
اول باب
1د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده. 2اے ټولو خلقو تاسو واورئ، اے زمکې او ټولو خلقو چې په دې کښې يئ، غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ پاک دې ستاسو خِلاف د خپل مقدس کور نه ګواهى ورکړى، 3ګورئ، مالِک خُدائ راروان دے، هغه په آسمان کښې خپل تخت پرېږدى او د زمکې اوچت ځايونه د پښو لاندې کوى. 4غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى. 5او دا هر څۀ ولې پېښ شول؟ ځکه د اِسرائيل د سرکشۍ په وجه، آو، دا د ټول قوم د ګناهونو په وجه وشول. د اِسرائيل د سرکشۍ ذمه وار څوک دى؟ سامريه، دا لوئ ښار دے. د يهوداه د بُت پرستۍ ځايونه چرته دى؟ په يروشلم کښې، دا لوئ ښار دے. 6نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم. 7د دې ټول بُتان به ټوټې ټوټې شى، او د هغې د کنجرتوب ټوله ګټه به وسوزولې شى. زۀ به د هغوئ د عبادتخانو ټول بُتان تباه کړم. ځکه چې هغې دا هر څۀ د خپل کنجرتوب په ګټه حاصل کړى دى، اوس به دا هر څۀ د هغې نه واخستے شى او نورو کنجرو ته به په مزدورى کښې ورکړے شى.
ژړا او ماتم
8په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم. 9نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو. 10دا په جات کښې دشمن ته مۀ وايئ، او مۀ ژاړئ. په بيت‌عفره کښې په خاورو کښې ورغړېږئ. 11بربنډ او د شرم سره دلته نه تېر شئ، تاسو څوک چې په سفير کښې اوسېږئ. هغوئ څوک چې په ضنان کښې اوسيږى هغوئ به بهر نۀ راوځى. بيت‌ايضل په خپله په غم کښې دے، ستاسو د حفاظت اُميد ختم شو. 12هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے. 13تاسو څوک چې په لکيس کښې اوسېږئ، په آسونو پسې جنګى ګاډۍ وتړئ. تاسو د صيون لور دپاره د ګناه سرچينه وئ، ځکه چې د بنى اِسرائيلو جرمونه هم په تاسو کښې موجود وُو. 14نو په دې وجه به تاسو موريشت‌جات ته د خُدائ په امانۍ تحفې ورکړئ. د اکزيب ښار به د اِسرائيل د بادشاهانو دپاره دوکه ثابته شى. 15د مريسه اوسېدونکو، زۀ به يو فتح کوونکے ستاسو خلاف درولېږم. هغه څوک چې د اِسرائيل مشران دى، هغه به د عدولام غار ته وتښتى. 16خپل سرونه په ماتم کښې ګنجى کړئ د هغه بچو دپاره چا نه چې تاسو خوشحاله يئ، خپل ځانونه بلکل ګنجى کړئ، ځکه چې هغوئ به تاسو نه جلاوطن شى.

Currently Selected:

ميکاه 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy