YouVersion Logo
Search Icon

ملاکى 2

2
دوېم باب
حکم د اِمامانو دپاره
1”ګورئ اوس دا حکم ستاسو دپاره دے، اے اِمامانو. 2کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو. 3ستاسو په وجه به زۀ ستاسو اولاد ورټم، زۀ به ستاسو په مخونو ستاسو د اختر د قربانو ګند واچوم، او تاسو به دې سره بهر وغورزولے شئ. 4او تاسو به پوهه شئ چې ما تاسو ته دا حکم درلېږلے دے چې زما لوظ به د ليويانو سره جارى وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 5”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل. 6رښتينے شريعت د هغوئ په خولۀ کښې وو او هيڅ دروغ د هغوئ په شونډو نۀ وو. هغوئ ما سره په امن او صداقت روان وُو، او ډېر يې د ګناه نه واړول. 7د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے. 8خو تاسو اِمامان د خپلې صحيح لارې نه واوړېدئ او ستاسو د شريعت په وجه ډېرو تيندک خوړلے دے. د ليويانو سره زما شوے لوظ تا مات کړو،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 9”نو په دې وجه ما تۀ د ټولو خلقو په وړاندې سپک او عاجز کړې، ځکه چې تا زما په طريقو عمل ونۀ کړو خو د شريعت په مسئلو کښې دې طرفدارى وکړه.“
د يهوداه بې‌ايمانى
10آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بې‌وفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بې‌احترامى کوُو؟ 11يهوداه بې‌ايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بې‌احترامى وکړه. 12د هغه سړى دپاره چې څوک داسې کوى، چې هغه څوک هم وى، مالِک خُدائ دې هغه د بنى اِسرائيلو د قوم نه وشړى. کۀ هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج ته نذرانې هم راوړى. 13يو بل کار تاسو وکړئ، تاسو د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په اوښکو ډکه کړئ. تاسو وژاړئ او زارى وکړئ ځکه چې نور هغه نۀ ستاسو نذرانو ته ګورى او نۀ يې ستاسو د لاسونو نۀ په خوشحالۍ سره قبلوى. 14تاسو تپوس کوئ چې، ”ولې؟“ دا ځکه چې مالِک خُدائ ستا او ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه دے، ځکه چې تا د هغې سره ټګى وکړه، اګر کۀ هغه ستا په ژوند کښې شريکه ده، او تا هغې سره نِکاح کړې ده. 15آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه. 16”زۀ طلاق نه نفرت کوم،“ د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ فرمائى، ”او زۀ د هغه سړى نه نفرت کوم چا چې د ظلم جامې اغوستې وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”نو د خپل زړۀ خيال ساتئ، او ټګى مۀ کوئ.“
د عدالت ورځ
17تاسو مالِک خُدائ په خپلو خبرو ستړے کړو. ”مونږ هغه څنګه ستړے کړو؟“ تاسو تپوس کوئ. په دې وئيلو سره چې، ”ټول بد کوونکى د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ دى او هغه د هغوئ نه رضا دے،“ يا ”اِنصاف کوونکے خُدائ پاک چرته دے؟“

Currently Selected:

ملاکى 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy