YouVersion Logo
Search Icon

ملاکى 1

1
اول باب
1دا هغه پېغام دے کوم چې مالِک خُدائ د ملاکى په وسيله بنى اِسرائيلو له ورکړو.
يعقوب سره مينه، د عِيسو رد کول
2”ما تاسو سره مينه کړې ده،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ چې، تا مونږ سره څنګه مينه کړې ده؟“ مالِک خُدائ په جواب کښې وفرمائيل، ”آيا عِيسو د يعقوب ورور نۀ وو څۀ؟ بيا هم ما يعقوب سره مينه وکړه، 3خو عِيسو يعنې د ادوميانو پلار نيکۀ ما رد کړو، او ما د هغوئ غرونه شاړ کړل او د هغوئ ميراث مې د بيابان ګيدړانو ته پرېښودلو.“ 4ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى. 5کله چې تاسو دا تباهى په خپلو سترګو وګورئ نو وبه وايئ چې، مالِک خُدائ د اِسرائيل د سرحدونو نه بهر هم خپله لوئى ښکاره کوى.“
بې‌اهميته قربانيانې
6مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟ 7تاسو زما په قربان‌ګاه ناپاکه خوراک کېښودو. او بيا هم تاسو تپوس کوئ چې تۀ مونږ په څۀ ناپاک کړے يې؟ په دې چې تاسو ووئيل چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده زما د قربان ګاه سپکاوے مو وکړو. 8کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 9”اوس خُدائ پاک ته سوال زارى کوئ چې په مونږ مهربان شى. ستاسو نه په داسې قربانۍ پېش کولو، آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 10”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم. 11زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. 12”خو تاسو زما د نوم بې‌حرمتى کوئ په دې وئيلو سره چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده، او د دې خوراک بې‌اهميته دے. 13او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى. 14”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“

Currently Selected:

ملاکى 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy