YouVersion Logo
Search Icon

يرمياه 2

2
دوېم باب
خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو وفادارى رايادوى
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او راته يې وفرمائيل چې، 2”لاړ شه او د يروشلم خلقو ته دا پېغام ورسوه. ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ. 3په هغه ورځو کښې بنى اِسرائيل مالِک خُدائ ته مقدس خلق وُو او د هغۀ د فصل وړومبۍ مېوه وه. او چا به چې هغوئ ته نقصان رسولو نو هغوئ به ما مجرمان ګرځول او په هغوئ به مې مصيبتونه نازلول، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“
د بنى اِسرائيلو د پلار نيکۀ ګناه
4اے د يعقوب اولاده، اے د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ. 5مالِک خُدائ فرمائى، ”ستاسو پلار نيکۀ په ما کښې څۀ غلطى ليدلې وه چې هغوئ زما نه دومره لرې شول؟ هغوئ د بې‌کاره بُتانو عبادت شروع کړو او په خپله هم بې‌کاره شول. 6هغوئ دا تپوس قدرې هم ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے، چا چې مونږ د مِصر نه رابهر کړو، او په هغه صحرا کښې يې زمونږ لارښودنه وکړه چې د ميرو او کندو کپرو مُلک وو، هر طرف ته خُشکه او تيارۀ وه چې په کومه زمکه کښې نۀ چا سفر کولو او نۀ په کښې څوک اوسېدل؟“ 7ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو. 8اِمامانو هم دا تپوس ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے؟“ او تر دې چې د شريعت خادِمانو هم زۀ ونۀ پېژندم، د قوم مشرانو زما خلاف سرکشى وکړه، او د هغوئ نبيانو د بعل د بُت پېغام اورولو او د بې‌کاره بُتانو پيروى او عبادت يې کولو.“
د مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف اِلزام
9مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو په دې وجه به زۀ د خپلو خلقو خلاف اِلزام ولګوم. او زۀ به ستاسو په اولاد هم نسل در نسل اِلزام ولګوم. 10مغرب طرف ته د سمندر په بله خوا کښې د قبرص جزيرې ته لاړ شه او وګوره، او د مشرق طرف ته د قيدار مُلک ته څوک ولېږه چې په غور سره لټون وکړى چې آيا د دې نه وړاندې هم داسې کار شوے دے؟ 11تاسو چرې يو قوم داسې هم ليدلے دے چې د خپلو خُدايانو نه اوړېدلى وى کوم چې په حقيقت کښې خُدائ پاک هم نۀ دے؟ نه، بلکل نه. خو زما غوره شوے قوم زۀ خپل جلالى مالِک خُدائ پرېښودم او زما په ځائ يې د بې‌فائدې بُتانو عبادت وکړو. 12اے آسمانونو تاسو خوف زده شئ او پرېشانه شئ،“ مالِک خُدائ فرمائى، 13”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“
د بې‌وفائى نتيجه
14”ولې بنى اِسرائيليان غلامان دى څۀ؟ ولې هغوئ غلامان پېدا شوى دى څۀ؟ نو بيا ولې هغوئ اغوا کړے شول؟ 15هغوئ د غړمبېدونکو زمرو په شان په دوئ باندې حمله وکړه، او د دوئ د زمکې نه يې صحرا جوړه کړه، او ښارونه يې ورته وسوزول او د اوسېدو نه يې وويستل. 16د دې نه علاوه، د ميمفِس او د تحفنحيس خلق راغلل او ستاسو سرونه يې وخرائېل او غلامان يې جوړ کړئ. 17اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو. 18نو بيا مِصر ته د تلو او د دريائے نيل د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ او بيا اسور ته د تلو او د فرات د سيند د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ 19ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
د مالِک خُدائ عبادت پرېښودل
20”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه. 21ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟ 22کۀ څۀ هم تاسو خپل ځان په سوډا او ډېر صابون باندې ووينځئ، خو بيا هم ستاسو د ګناه داغونه زما په وړاندې دى.“ دا د قادر مطلق خُدائ وينا ده. 23”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى، 24تۀ لکه د هغه ځنګلى خرې په شان يې چې په دشته کښې په مستۍ راغلې وى او آوازونه شروع کړى نو څوک د هغې شهوت قابو کولے شى؟ او هر يو صحرائى خر به بغېر د تکليف نه په هغې باندې سورېدے شى او هغه په خپله هغوئ ته نزدې ورځى ځکه چې هغه په مستۍ کښې راغلې وى. 25نو بيا دومره منډې مۀ وهه چې څپلۍ دې وشليږى او مرۍ دې اوچه شى. نو بيا تا ووئيل، چې نه، دا خبرې زما دپاره بې‌فائدې دى، زۀ د غېرو د بُتانو سره مينه کوم، او زۀ به د هغوئ پيروى کوم.“
بنى اِسرائيل به وشرميږى
26”اے بنى اِسرائيلو ستاسو ټول قوم او بادشاهان، مشران، اِمامان، او نبيان داسې شرمنده شئ لکه څنګه چې يو غل ونيولے شى او شرمنده وى. 27دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه. 28نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“ 29مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو بيا تاسو ولې په ما اِلزام لګوئ؟ تاسو ټولو زما خلاف سرکشى کړې ده. 30ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل. 31اے موجوده نسلونو، د مالِک خُدائ په کلام باندې غور او فکر وکړئ، ولې زۀ د بنى اِسرائيلو دپاره د صحرا او يا د تورې تيارې زمکې په شان وم څۀ؟ نو بيا ولې زما قوم داسې وائى چې اوس دوئ زما نه آزاد شُو، او بيا به هيڅکله ما ته واپس رانۀ شى؟ 32ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم. 33د معشوقو په پېدا کولو کښې تاسو څومره ماهر يې. تر دې چې بدکاره ښځه به هم ستاسو نه چل زده کړى. 34ستاسو لمن د بې‌ګناه غريبانانو په وينو داغې شوې ده، سره د دې چې هغوئ تاسو په غلا کولو کښې نۀ دى نيولى. د دې هر څۀ باوجود 35بيا هم تۀ وائې چې، ”ما هيڅ نۀ دى کړى زۀ بې‌ګناه يم، مالِک خُدائ خو ما ته غصه نۀ دے.“ خو زۀ به تا له سخته سزا درکړم ځکه چې تۀ وائې چې، ”زۀ بې‌ګناه يم.“ 36تۀ کله دلته او کله هلته ځې راځې نو بيا ولې دومره زر خپلې لارې بدلوې؟ تۀ به د مِصر نه داسې وشرمېږې لکه څنګه چې تۀ وړاندې د اسور نه شرمېدلے وې. 37تۀ به د هغه ځائ نه هم لاس په سر شرمنده وځې، ځکه چې په چا تا بهروسه کوله مالِک خُدائ هغوئ رد کړل نو تاسو به د هغوئ نه هيڅ امداد حاصل نۀ کړئ.“

Currently Selected:

يرمياه 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy