YouVersion Logo
Search Icon

يرمياه 1

1
اول باب
حضرت يرمياه
1په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى ‎څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو. 2د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو، 3او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو.
يرمياه په پېغمبرۍ منتخب کېدل
4د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل، 5”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“ 6خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“ 7خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې. 8د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“ 9نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو. 10نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“
دوه روياګانې
11نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“ 12مالِک خُدائ راته وفرمائيل، ”تا ته ټيک ښکارى، د دې دا مطلب دے چې ‎‎‎‎‎‎زۀ د خپل کلام ساتونکے يم، زۀ چې څۀ وايم چې هغه پوره شى.“ 13د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“ 14نو مالِک خُدائ ما ته بيا وفرمائيل چې، ”دغه شان به په دې مُلک او څوک چې په کښې اوسيږى په هغوئ به د شمال نه د جنوب طرف ته افت راښکته شى، 15نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى. 16نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو. 17نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم. 18ګوره، ما نن تۀ لکه د يو قلعه بند ښار په شان او د اوسپنې ستن، او د پيتلو د دېوال په شان مضبوط جوړ کړې چې تۀ د ټول مُلک سره مقابله وکړې، کۀ هغه د يهوداه بادشاهان، آفسران، اِمامان او يا د هغې ټول عوام وى. 19هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

Currently Selected:

يرمياه 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy