YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 9

9
نهم باب
د حضرت هوسيع د بنى اِسرائيلو د سزا اعلان کول
1اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ. 2خو اوس به ستاسو د خوراک دپاره غله کافى نۀ وى او نۀ به درسره دومره انګور وى چې مے ترېنه وباسئ. 3بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى. 4هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے. 5تاسو به د اختر په ورځ څۀ کوئ، د مالِک خُدائ اختر به څنګه کوئ؟ 6ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى. 7نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے. 8پېغمبر د خُدائ پاک د طرف نه د بنى اِسرائيل محافظ دے. خو چې چرته هم هغه ځى نو هلته د هغۀ د راګېرولو دپاره دام خور وى، بلکې د خُدائ پاک په کور کښې هم د هغۀ نه نفرت کيږى. 9هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.
د بنى اِسرائيلو ګناه او د هغې سزا
10مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول. 11د بنى اِسرائيل شان او شوکت به د مارغۀ په شان والوځى او د هغوئ به نور بچى نۀ پېدا کيږى او نۀ به يې ښځې اُميدواره کيږى او نۀ به يې اولاد په خېټه کيږى. 12خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“ 13ما وکتل چې بنى اِسرائيل د صور په شان ښائسته شول. خو اوس به بنى اِسرائيل خپل اولاد حلالولو دپاره رابهر کړى. 14اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا نه د دې خلقو دپاره څۀ سوال وکړم؟ د هغوئ ښځې شنډې کړه. او د هغوئ په سينو کښې پئ اوچ کړه.
د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو عدالت کول
15مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى. 16بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“
د پېغمبر بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکول
17زما خُدائ پاک به هغوئ رد کړى، ځکه چې هغوئ ورته غوږ نۀ نيولو او هغوئ به په قومونو کښې در په در ګرځى.

Currently Selected:

هوسيع 9: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in