YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 10

10
لسم باب
1بنى اِسرائيل د انګورو زرخيزه بوټے وو چې ښۀ کافى مېوه به يې نيوله. خو څومره چې يې مېوه زياتېده نو دومره ډېرې به يې د بُتانو قربان‌ګاه جوړولې. څومره چې د هغوئ مُلک ترقى کوله نو دومره يې د بُتانو مخصوص ستنې ښائسته کولې. 2د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربان‌ګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى. 3نو خلق به ډېر زر دا خبره وکړى چې، ”زمونږ بادشاه ځکه نشته چې مونږ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدو. خو کۀ بادشاه وے هم، نو هغۀ زمونږ دپاره څۀ کولے شول؟“ 4هغوئ لافې کوى، د دروغو قسمونه خورى او تشې وعدې کوى. د هغوئ اِنصاف د هغه زهرژن بوټو په شان دے چې د تخم دپاره تيار پټى کښې پخپله رازرغون شى. 5د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيت‌آون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى. 6هغه بُت به اسور ته يوړلے شى چې عظيم بادشاه ته په محصُول کښې پېش کړے شى. بنى اِسرائيل به بې‌عزته شى او وبه شرميږى ځکه چې هغوئ په دې بُت باندې يقين کولو. 7سامريه او د هغې بادشاه به داسې يوړلے شى لکه چې د اوبو دپاسه د لرګى يوه ټوکړه وى. 8د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربان‌ګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“
د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د عدالت اعلان کول
9مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟ 10نو اوس چې کله زما مرضى وى زۀ به تاسو له سزا درکړم. قومونه به ستاسو خِلاف راجمع شى کله چې تاسو ته ستاسو د ګناهونو سزا دوه چنده مِلاو شى. 11اِسرائيل يو تربيت يافته سخے دے او ښۀ په شوق غنم غوبل کوى. خو بيا ما په خپله د دې په ښائسته څټ د سخت محنت دپاره جغ کېښودو. ما يهوداه يوې کولو ته جوړ کړے دے او اِسرائيل به دا په خپله ماله کړى. 12ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى. 13خو تا بدعملى وکَرله او د بې‌اِنصافۍ فصل دې ورېبلو. تا د دوکې مېوه خوړلې ده. ځکه چې تا په خپلو جنګى ګاډو او په خپلو بې‌شمېره فوجيانو اعتبار کولو. 14نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې. 15نو اے د بيت‌ايل خلقو، تاسو سره به هم داسې کار کيږى، ځکه چې ستاسو بدعملى د حد نه زياته ده. څنګه چې د عدالت ورځ شروع شى، نو د اِسرائيل بادشاه به تباه او برباد شى.“

Currently Selected:

هوسيع 10: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in