YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 5

5
پينځم باب
1”اے اِمامانو، دې ته غوږ ونيسئ. اے بنى اِسرائيلو واورئ، اے د شاهى خاندان خلقو توجو وکړئ. عدالت ستاسو خلاف فېصله کړې ده. ځکه چې تاسو د خلقو دپاره دام جوړ شوئ چې په مصفاه او تبور کښې مو د بُتانو عبادت کړے دے. 2او په شِطيم کښې تاسو ژوره کنده کنستې ده، خو زۀ به تاسو ټولو له سزا درکوم. 3زۀ بنى اِسرائيل ډېر ښۀ پېژنم، د دې بدى زما نه پټه نۀ ده. بنى اِسرائيلو کنجرتوب کړے دے چې زۀ يې پرېښے يم او هغه ناپاکه دے.“
د هوسيع د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے ورکول
4د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى. 5د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى. 6کله چې هغوئ خپلو رَمو او څاروو سره د مالِک خُدائ لټون له راځى، نو هغوئ به يې پېدا نۀ کړے شى ځکه چې هغۀ دوئ پرېښى دى. 7هغوئ د مالِک خُدائ سره بې‌وفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.
د اِسرائيل او يهوداه په مينځ کښې جنګ
8په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيت‌آون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو. 9د عدالت ورځ راروانه ده او د اِسرائيل مُلک به تباه شى. اے بنى اِسرائيلو، زۀ دا اعلان کوم چې داسې به ضرور کيږى. 10مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه آفسران داسې دى څوک چې د زمکې حدود زياتولو دپاره پولې بې‌ځايه کوى. نو زۀ به خپله غصه په هغوئ باندې لکه د سېلاب په شان نازله کړم. 11په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بې‌کاره بُتانو عبادت کولو. 12زۀ به اِسرائيل داسې تباه کړم لکه چې چينجے وړۍ خورى. او يهوداه به لکه د سخا ډډ لرګى په شان کمزورے کړم. 13کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو. 14زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى. 15زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“

Currently Selected:

هوسيع 5: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in