YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 4

4
څلورم باب
د بنى اِسرائيلو خِلاف د مالِک خُدائ اِلزامونه
1اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک خُدائ د دې مُلک په اوسېدونکو اِلزام لګوى چې، ”په دې مُلک کښې نۀ وفا شته او نۀ په کښې مينه شته او دا خلق خپل خُدائ پاک نۀ پېژنى. 2ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى. 3او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.
د مالِک خُدائ په اِمامانو اِلزام لګول
4هسې چا ته ګوته مۀ نيسئ او مۀ په بل چا د اِلزام لګولو کوشش کوئ. اے اِمامانو زما ګيله ستاسو نه ده. 5تاسو په رڼا ورځ تيندکونه خورئ، او ستا پېغمبران هم تاسو سره د شپې تيندکونه خورى. زۀ به ستاسو مور يعنې بنى اِسرائيل تباه کړم. 6زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم. 7څومره چې اِمامان زياتيږى نو دومره هغوئ زما خِلاف ګناه کوى. زۀ به د هغوئ عزت په بې‌عزتۍ بدل کړم. 8هغوئ زما د خلقو د ګناه نذرانې خورى، هغوئ په دې لالچ کښې وى چې خلق ډېر ګناهونه وکړى. 9اِمامانو او خلقو سره به يو شان سلوک کيږى، زۀ به اوس خلقو او اِمامانو دواړو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکوم. 10هغوئ به خوراک کوى خو بيا به هم اوږى وى. هغوئ به لکه د هغه کنجرو په شان وى خو د دې نه به ورته هيڅ نۀ حاصليږى، ځکه چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے دے او نورو معبودانو ته اوړېدلى دى.
د بنى اِسرائيلو بُت پرستى
11مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى. 12هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے. 13د غرونو دپاسه هغوئ قربانۍ پېش کوى او هغوئ په غرونو د څېړۍ، چِنار او يا بل کوم بوټى لاندې ځکه خوشبويۍ سوزوى چې د دې سورے ډېر ښائسته وى. نو په نتيجه کښې ستاسو د لوڼو نه به کنجرې جوړې شى او ستاسو اِنږوريانې به زنا شروع کړى. 14زۀ به ستاسو لوڼو له سزا نۀ ورکوم کله چې هغوئ کنجرتوب شروع کوى او نۀ به ستاسو اِنږوريانو له سزا ورکوم کله چې هغوئ زنا کوى. ځکه چې بنى اِسرائيليان سړى پخپله د کنجرو سره عياشى کوى کله چې هغوئ قربانۍ پېش کوى. چا رښتيا وئيلې دى چې، ”څوک چې عقل نۀ لرى نو هغه تباه شى.“ 15اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ. 16د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟ 17بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ. 18کله چې هغوئ ښۀ ډېر شراب وڅښى نو هغوئ د کنجرو سره په عېش عشرت کښې ډوب شى او د عزت په ځائ بې‌عزتى خوښه کړى. 19هغوئ به داسې ورک شى لکه چې هوا يې يوسى او هغوئ به د خپلو قربانو په وجه په شرم وشرميږى.“

Currently Selected:

هوسيع 4: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in