YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 2

2
دوېم باب
1هغه وخت په خپلو وروڼو باندې ”عمى“ يعنې ”زما خلق“ او خپلو خوېندو باندې ”رحامه“ يعنې ”چې په چا رحم شوے وى“ نومونه کېږدئ.
بې‌وفا جُمر او بې‌وفا بنى اِسرائيليان
2”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى. 3ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم. 4زۀ به د هغې په بچو رحم نۀ کوم، ځکه چې هغوئ حراميان دى. 5او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“ 6نو زۀ به هغه د ازغو په باړ کښې راګېره کړم او د هغې په لار کښې به يو دېوال جوړ کړم، چې د هغې نه خپله لاره ورکه شى. 7هغه به په خپلو عاشقانو پسې منډې وهى خو هغه به نۀ شى وررسېدے. هغه به خپل عاشقان لټوى خو پېدا به يې نۀ کړى. نو بيا به هغه ووائى، ”زۀ خپل خاوند له واپس ورځم. مخکښې زما ژوند د اوس نه ډېر ښۀ وو.“ 8هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل. 9نو په دې وجه د لَو په وخت کښې به زۀ د هغې نه خپل د فصل او د انګورو د ميو نعمتونه واپس واخلم او کومه وړۍ او لټه چې ما ورکړې وه چې بربنډه نۀ شى هغه به ترې واخلم. 10زۀ به د هغې د عاشقانو په وړاندې د هغې شرم ښکاره کړم او هيڅوک به يې زما نه نۀ شى بچ کولے. 11زۀ به د هغې ټول اخترونه ختم کړم، زۀ به د هغې مياشتنۍ او د کال او د سبت د ورځې خوشحالۍ ختمې کړم او د هغې نور ټول اخترونه به ختم کړم. 12زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى. 13زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
د مالِک خُدائ د خپل قوم سره مينه
14خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم. 15هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله. 16مالِک خُدائ فرمائى، نو په هغه ورځ به ما ته ”خپل خاوند“ ووائې او نور به ما ته ”مالِک بعل“ نۀ وائې. 17ځکه چې زۀ به د بعل معبودانو نومونه ستا د خولې نه لرې کړم، او بيا به هيڅکله د هغوئ د نومونو ذکر ستا په خولۀ نۀ وى. 18په هغه وخت کښې به زۀ د ټولو ځنګلى ځناورو او د هوا مارغانو سره او په زمکه ښوئېدونکو ځناورو سره يو لوظ وکړم، نو هغوئ به زما خلقو ته نقصان نۀ رسوى. زۀ به د هغه مُلک نه د جنګ ټولې وسلې، تُورې او غشى لرې کړم او زما خلق به په امن او سکون سره ژوند تېروى. 19زۀ به تا همېشه دپاره خپله ښځه جوړه کړم، او تا ته به صداقت، اِنصاف، نۀ ختمېدونکې مينه او رحم وښايم. 20زۀ به په وفادارۍ سره تا خپله کړم، او بيا به تۀ ما وپېژنې چې زۀ مالِک خُدائ يم. 21مالِک خُدائ فرمائى، په هغه وخت کښې به زۀ د آسمان واورم او وريځې به پېدا کړم، او آسمان به د زمکې واورى او باران به وۀ وروم. 22زمکه به د غلې، انګورو او د زيتُونو د ونو واورى او تنده به يې مړه کړى، او دا ټول څيزونه به د يزرعيل وادۍ ته برکت ورکړى. 23په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“

Currently Selected:

هوسيع 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy