YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 1

1
اول باب
1مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.
د حضرت هوسيع ښځه او بچى
2کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د هوسيع په ذريعه اول ځل خبرې وکړې، نو هغۀ هوسيع ته وفرمائيل، ”لاړ شه او زناکارې ښځې سره وادۀ وکړه، او حراميان بچى پېدا کړه، ځکه چې قوم د مالِک خُدائ فرمانبردارى پرېښې ده او په داسې کولو سره مسلسل زنا کوى.“ 3نو هوسيع لاړو او جُمر د دِبلائم لور سره يې وادۀ وکړو، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. 4نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم. 5په هغه ورځ به زۀ د يزرعيل په وادۍ کښې د اِسرائيل د فوجى لښکرو طاقت ختم کړم.“ 6جُمر يو ځل بيا اُميدواره شوه او په دې ځل يې يوه لور پېدا شوه. او مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغې باندې ”لو‌رحامه“ يعنې په چا چې رحم نۀ دے شوے نوم کېږده، ځکه چې زۀ به نور په بنى اِسرائيلو باندې رحم نۀ کوم، او نۀ به زۀ هغوئ معاف کوم. 7خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“ 8کله چې جُمر خپله لور، لو‌رحامه د پيو نه منع کړه، نو هغه بيا اُميدواره شوه او دوېم زوئ يې پېدا شو. 9نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لو‌عمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“
د اِسرائيل د مُلک بيا آبادېدل
10خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“ 11د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.

Currently Selected:

هوسيع 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy