YouVersion Logo
Search Icon

هوسيع 13

13
ديارلسم باب
د بنى اِسرائيلو سره آخرى عدالت کېدل
1ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه. 2اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“ 3نو ځکه دا خلق به د سحر د دُهند په شان عارضى وى او د سحر په نمر کښې د زر ختمېدونکې پرخې په شان وى. هغوئ به د هغه بوسو په شان وى چې هوا يې د درمند نه وړى، هغوئ به د انګيټۍ د لوږى په شان وى. 4خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته. 5ما په صحرا کښې ستاسو خيال ساتلے دے په هغه اوچ بيابان کښې چرته چې هيڅ اوبۀ نۀ وې. 6خو کله چې تاسو په خېټه ښۀ ماړۀ شوئ نو تاسو مغروره شوئ او زۀ مو هېر کړم. 7نو زۀ به اوس په تاسو باندې لکه د ازمرى په شان حمله وکړم. د پړانګ په شان به زۀ تاسو ته په لار کښې پټ ناست يم. 8زۀ به په تاسو باندې لکه د هغه مېلو په شان حمله وکړم چې بچى ترېنه پټ کړے شوى وى او ستاسو سينه به وشلوم. لکه د ازمرى به مو لواړ تېر کړم او لکه د يو ځنګلى ځناور به مو ټوټې ټوټې کړم. 9اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟ 10اوس ستا بادشاه چرته دے چې هغه ستا ټولو ښارونو ته راشى او تا بچ کړى؟ او ستا هغه مشران چرته دى چې تا به غوښتل، او وئيل به دې چې ما له بادشاه او آفسران راکړه. 11ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى. 12د بنى اِسرائيلو ګناهونه او جرمونه ليکلے شوى دى او د حساب دپاره دا محفوظ پراتۀ دى. 13د ماشوم د پېدا کېدو درد شروع شوے دے خو هغه ماشوم ناپوهه دے، او نۀ غواړى چې د مور د خېټې نه راوځى. 14زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم. 15کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى. 16سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.

Currently Selected:

هوسيع 13: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in