12
دولسم باب
1بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بېفائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“ 2مالِک خُدائ به په عدالت کښې يهوداه سره هم جنګيږى. هغه به بنى اِسرائيل له د هغۀ د عمل په مطابق سزا ورکوى او هغۀ ته به د خپل عمل بدله ملاويږى. 3يعقوب هم د مور په خېټه کښې خپل ورور د پوندې نه ونيوو او کله چې بالغ شو، نو هغۀ خُدائ پاک سره جګړه وکړه، 4هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيتايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو. 5مالِک خُدائ ربُ الافواج، مالِک خُدائ د هغۀ نوم دے. 6نو اوس خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ. د هغۀ مينه او اِنصاف قائم ساتئ او همېشه د هغۀ نه په اُميد کښې اوسئ.
د بغاوت لوئ تاريخ
7بنى اِسرائيل هغه تاجران دى چې په لاس کښې يې د بېايمانۍ تله وى او د دوکې کولو سره مينه کوى. 8بنى اِسرائيل وائى، ”زۀ ډېر مالداره يم، زۀ دولتمند شوے يم. هيڅوک به دا ثابته نۀ کړى چې په دې ټول مال حال حاصلولو کښې زما نه څۀ قصور يا ګناه شوې ده.“ 9خو زۀ، مالِک خُدائ ستاسو هغه خُدائ پاک يم چې چا د مِصر نه راوويستلئ، زۀ به يو ځل بيا تاسو د پخوا په شان په خېمو کښې اوسوم لکه چې هر کال د جونګړو په اختر کښې اوسېږئ. 10ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې. 11خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى. 12يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې. 13خو بيا مالِک خُدائ د يو پېغمبر په وسيله بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل او د يو پېغمبر په ذريعه يې د هغۀ خيال وساتلو. 14خو بنى اِسرائيل مالِک خُدائ سخت غصه کړے دے، هغۀ چې کومه وينه تويه کړې ده اوس به ورسره د هغې حساب کيږى، هغۀ چې د مالِک خُدائ توهين کړے دے د هغې مناسبه سزا به ورکوى.