YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 2

2
دوېم باب
1نو داسې د ټول کائنات جوړېدل پوره شُو. 2خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. 3هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل. 4او داسې ټول کائنات پېدا شول.
د عدن باغ
کله چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول کائنات جوړ کړل، 5په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو. 6خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې او زمکه به يې اوبۀ کوله. 7بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو. 8بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو. 9هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوه‌دارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله. 10په عدن کښې يو درياب به باغ اوبۀ کولو، د عدن بل طرف ته دا په څلورو سيندونو کښې تقسيم شوے وو. 11د وړومبى سيند نوم فيسون دے، دا د حويلۍ ټول مُلک نه تېريږى. 12سوچه سرۀ زر، خوشبودار عطر او اونيکس کاڼى دلته ملاويږى. 13د دوېم سيند نوم جيحون دے، دا د کوش ټول مُلک نه تېريږى، 14درېم سيند دجله دے، چې د اسور نمرخاتۀ طرف نه تېريږى او څلورم د فرات سيند دے. 15مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم په باغ عدن کښې مقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى او ساتنه يې کوى. 16مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې، 17خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“ 18بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“ 19نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو. 20نو آدم په ټولو مارغانو او ځناورو نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره يوه ښۀ ملګرې نۀ وه پېدا شوې چې د هغۀ مدد وکړى. 21بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو. 22بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه او هغۀ له يې راوستله. 23نو آدم وفرمائيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان بدن دے. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“ 24په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى. 25سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.

Currently Selected:

پېدايښت 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy