YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 1

1
اول باب
د پېدايښت واقعه
1په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو، 2زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو. 3بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه. 4خُدائ پاک په دې ليدو خوشحاله وو. بيا هغۀ رڼا د تيارې نه جدا کړه، 5او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه.“ شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه. 6بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“ 7نو هم داسې وشول. نو خُدائ پاک فضا جوړه کړه چې لاندې اوبۀ د پاس اوبو نه جدا وى. 8هغۀ په دې چت ”آسمان“ نوم کېښودو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا دوېمه ورځ وه. 9بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول. 10هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. 11بيا هغۀ حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم بوټى رازرغون کړى، هغه ټول بوټى چې غله او مېوه به کوى.“ نو هم داسې وشول. 12نو زمکې هغه هر قِسم بوټى زرغون کړل کوم چې غله او مېوه کوى او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. 13شپه تېره شوه او سحر شو. دا درېمه ورځ وه. 14بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى، 15دا به په آسمان کښې زمکې ته ځليږى.“ نو هم داسې وشول. 16نو خُدائ پاک هغه دوه غټ ځلېدونکى څيزونه جوړ کړل، نمر به د ورځې ځليږى او سپوږمۍ به د شپې ځليږى، هغۀ ستورى هم پېدا کړل. 17هغۀ دا ځلېدونکى څيزونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى، 18چې په ورځ او شپه باندې اختيار ولرى او رڼا د تيارې نه جدا کړى. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. 19شپه تېره شوه او سحر شو. دا څلورمه ورځ وه. 20بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“ 21نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. 22او خُدائ پاک برکت ورکړو او د اوبو مخلوق ته يې وفرمائيل چې، ”ډېر شئ او سمندر ډک کړئ،“ او مارغانو ته يې وفرمائيل چې، ”زيات شئ.“ 23شپه تېره شوه او سحر شو. دا پينځمه ورځ وه. 24بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم څاروى او ځنګلى، واړۀ او غټ ځناور پېدا کړى.“ نو هم داسې وشول. 25نو خُدائ پاک دا ټول ځناور، څاروې او خزنده پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو. 26بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“ 27نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، 28برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم. 29ما تاسو له د خوراک دپاره هر قِسم غله او هر قِسم مېوې پېدا کړې دى، 30خو ټولو ځنګلى ځناورو او ټولو مارغانو له ما د خوراک دپاره واښۀ او شنۀ بوټى پېدا کړى دى.“ نو هم داسې وشول. 31خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.

Currently Selected:

پېدايښت 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy