YouVersion Logo
Search Icon

عزرا 1

1
اول باب
د خورس بنى اِسرائيلو له د راواپس کېدو حُکم ورکول
1په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى: 2”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم. 3هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى. 4ژوندى پاتې شوى خلق چې چرته هم اوسيږى، نو خپل ګاونډيان به ورله په مدد کښې دا څيزونه ورکړى لکه چې سپين زر، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ ځناور او داسې نذرانې هم چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک په کور کښې پېش کړے شى.“ 5بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل. 6د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې. 7خورس بادشاه هغوئ له هغه جامونه او پيالۍ واپس ورکړې چې کومې نبوکدنضر بادشاه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه اوړې وې او د خپلو بُتانو په کور کښې يې اېښې وې. 8د فارس بادشاه خورس دا د شاهى خزانې مشر مِتردات ته حواله کړل، مِتردات د دې نه يو فهرست جوړ کړو او د يهوداه مشر شيسبضر له ورکړو، 9‏-10د هغه څيزونو شمېر دا وو: د سرو زرو دېرش جامونه، د سپينو زرو يو زر جامونه، يو کم دېرش نور ښانکونه، دېرش د سرو زرو واړۀ جامونه، څلور سوه او لس د سپينو زرو واړۀ جامونه او يو زر نور لوښى. 11هلته ټول پينځۀ زره او څلور سوه د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وُو او هغه نور سامان وو کوم چې شيسبضر په هغه وخت کښې د ځان سره وړے وو چې کله هغه او نور جلاوطن شوى کسان د بابل نه يروشلم ته تلل.

Currently Selected:

عزرا 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy