”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم. هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.