YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 47

47
اووۀ څلوېښتم باب
د مالِک خُدائ د کور نه درياب بهېدل
1هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک خُدائ د کور د جنوب خوا نه ښکته د قربان‌ګاه جنوب خوا ته راروانې وې. 2نو بيا هغۀ زۀ په شمالى دروازه باندې بهر راوويستلم او زۀ يې بهر راتاو کړم بهرنۍ دروازې ته يې بوتلم چې مخه يې مشرق ته وه، او اوبۀ د جنوب طرف نه رابهېدلې. 3کله چې هغه سړے فيته په لاس نمرخاتۀ طرف ته لاړو، نو هغۀ نيم کيلوميټر ناپ وکړو او بيا يې زۀ په اوبو کښې بوتلم چې د ګيټو پورې وې. 4هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې تر ګوډو پورې ډوبې وې. هغۀ بيا نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې دا تر ملا پورې وې. 5هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو، خو اوس دا سيند شو چې زۀ په کښې نۀ شوم اوړېدلے، ځکه چې اوبۀ اوچتې وې او لامبلو ته کافى ډوبې وې، داسې سيند ترې جوړ شو چې هيڅوک په کښې نۀ شُو اوړېدلے. 6بيا هغۀ ما نه تپوس وکړو چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟“ نو بيا هغۀ زۀ واپس د درياب غاړې ته بوتلم. 7کله چې زۀ هلته ورسېدم، نو ما د سيند په دواړو طرفونو ډيرې ونې وليدلې. 8هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا اوبۀ نمرخاتۀ مُلک طرف ته بهيږى او د اُردن وادۍ ته ځى، چرته چې دا مړ درياب ته ورپرېوځى. کله چې دا مړ درياب ته ورښکته شى، نو په هغې کښې مالګينې اوبۀ تازه شى. 9د ژوندو ځناورو سيلونه به هلته اوسى چرته چې سيند بهيږى. هلته به ډېر زيات کبان وى، ځکه چې دا اوبۀ هلته بهيږى او مالګې اوبۀ تازه کوى، نو چې چرته دا سيند بهيږى هر څۀ به هلته ژوندى پاتې شى. 10ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عين‌جدى نه تر عين‌عجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى. 11خو دلدلې او ډنډونه به تازه نۀ شى، دا به د مالګې دپاره پاتې شى. 12د هر قسم مېوې ونې به د سيند په دواړو غاړو غټې شى. د دې پاڼې به نۀ وچيږى، او نۀ به د دې مېوې وچيږى. هره مياشت به دا مېوه نيسى، ځکه چې د مالِک خُدائ د مقدس کور نه دې ته اوبۀ بهيږى. د دې مېوه به د خوراک دپاره او پاڼې به يې د شفا دپاره استعماليږى.“
د مُلک سرحدونه
13مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى. 14تۀ دا د هغوئ په مينځ کښې برابر تقسيم کړه، ځکه چې ما قسم خوړلے وو چې دا به ستاسو پلار نيکۀ له ورکړم، دا زمکه به ستاسو ميراث شى. 15دا به د دې زمکې سرحد وى، شمال طرف ته به دا د لوئ سمندر نه د حتلون په لار ليبو‌حمات نه صداد ته تېر شى، 16بيا به دا د بيروته او سبريم کوم چې د دمشق او حمات د سرحد په مينځ کښې پروت دے، او داسې تر حزر‌هاتيکان پورې، کوم چې د حوران سرحد سره دے. 17دا سرحد به د سمندر نه تر حصر عينان پورې، د دمشق شمالى سرحد سره، او د حمات سرحد سره شمال طرف ته تلے وى. دا به شمالى سرحد وى. 18د نمرخاتۀ طرف سرحد به د حوران او دمشق په مينځ کښې، اُردن سره د جِلعاد او د اِسرائيل د خاورې په مينځ کښې، مشرقى سمندر او داسې تر تمر پورې تلے وى. دا به مشرقى سرحد وى. 19په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى. 20د مغرب طرف ته به د لوئ سمندر سرحد ليبو‌حمات ته مخامخ وى. دا به مغربى سرحد وى. 21تاسو به دا زمکه په خپل مينځ کښې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مطابق تقسيم کړئ. 22دا به تاسو د خپل ځان دپاره او هغه غېر مُلکيانو دپاره چې ستاسو په مينځ کښې اوسيږى او د چا چې ماشومان دى د ميراث په توګه تقسيم کړئ. تاسو به هغوئ د پېدائشى بنى اِسرائيلو په شان ګڼئ، تاسو سره به هغوئ ته هم ميراث د بنى اِسرائيلو د قبيلو په شان ورکړے شى. 23په هر يو قوم کښې چې غېر مُلکى خلق اوسيږى، هلته به تاسو هغوئ له خپل ميراث ورکړئ، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“

Currently Selected:

حزقى‌ايل 47: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in