48
اتۀ څلوېښتم باب
د زمکې تقسيمول
1”دا هغه قبيلې دى چې نومونه يې دلته ليکلے شوى دى، د شمالى سرحد سره به د دان يوه حِصه وى، دا به د حتلون په لار ليبوحمات پورې وى، حصر عينان او د دمشق شمالى سرحد به حمات پسې وى دا به د مشرق طرف نه د مغرب طرف ته د دې د سرحد حِصه وى. 2د آشر به يوه حِصه وى، د دې سرحد به د دان حدودو سره د مشرق نه مغرب پورې وى. 3يوه حِصه به د نفتالى وى، دا به د آشر د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى. 4يوه حِصه به د منسى د قبيلې وى، دا به د نفتالى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى. 5يوه حِصه به د اِفرائيم وى، دا به د منسى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى. 6يوه حِصه به د روبين وى، دا به د اِفرائيم د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى. 7يوه حِصه به د يهوداه وى، دا به د روبين د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى. 8د يهوداه د سرحد سره چې کومه علاقه د مشرق نه تر مغرب پورې ده دا به هغه حِصه وى چې تۀ يې د خاص تحفې په طور پېش کړې. دا به دولس نيم کيلوميټره پلنه وى، او د دې اوږدوالے د مشرق نه مغرب پورې به د يوې قبائيلى حصې برابر وى، د مالِک خُدائ کور به د دې په مينځ کښې وى. 9هغه خاص حِصه چې تۀ يې مالِک خُدائ ته وقف کوې دا به دولس نيم کيلوميټره اوږده او لس کيلوميټره پلنه وى. 10دا به د اِمامانو دپاره مقدسه حِصه وى. دا به په شمالى طرف دولس نيم کيلوميټره اوږده وى، او په مغربى طرف به پينځۀ کيلوميټره پلنه وى، مشرق طرف ته به پينځۀ کيلوميټره پلنه او جنوبى طرف ته به دولس نيم کيلوميټره اوږده وى. د دې په مينځ کښې به د مالِک خُدائ مقدس کور وى. 11دا به د مقدسو اِمامانو، د صدوقيانو دپاره وى، څوک چې زما په خِدمت کولو کښې وفادار وُو او بېلارې نۀ شول څنګه چې ليويان شول کله چې بنى اِسرائيل بېلارې شول. 12دا به هغوئ ته د زمکې د مقدسې حصې نه خاص تحفه، او د ټولو نه مقدسه حِصه وى، د ليويانو د علاقې سرحد سره به وى. 13د اِمامانو علاقې سره نزدې، ليويانو ته به هم دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه زمکه ورکړے شى. د دې مکمل اوږدوالے به دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے به يې پينځۀ کيلوميټره وى. 14هغوئ به نۀ دا خرڅوى او نۀ به يې بدلوى. دا ښۀ زمکه ده او نۀ دى په کار چې نورو لاسونو ته لاړه شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته مقدسه ده. 15پاتې دولس نيم کيلوميټره پلنه او دوه نيم کيلوميټره اوږده زمکه به د ښار د عام استعمال دپاره، د کورونو او د څرن ځائ دپاره وى. ښار به د دې په مينځ کښې وى، 16او د دې ناپونه به دا وى، شمال طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، جنوب طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، مشرق طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، او د مغرب طرف به هم پاو باندې دوه کيلوميټره وى. 17د ښار دپاره د څرن ځائ به شمال ته يو نيم سل ګزه مربع وى، جنوب ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، مشرق ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، او مغرب ته به هم يو نيم سل ګزه مربع وى. 18کومه پاتې علاقه چې د مقدسې حصې سره لګېدلې ده او دې سره په اوږدو تلې ده، دا به د مشرق طرف ته پينځۀ کيلوميټره او د مغرب طرف ته به هم پينځۀ کيلوميټره وى. د ښار کارکوونکو دپاره به د دې پېداوار خوراک ورکوى. 19د ښار کار کوونکى څوک چې دا کَرى هغوئ به د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه وى. 20دا ټوله حِصه به هر طرف ته دولس نيم کيلوميټره مربع وى. د خاص تحفې په طور به تاسو مقدسه حِصه، سره د ښار د جائيداد يو طرف ته کړئ. 21څۀ چې پاتې وُو د هغه علاقې په دواړو طرفونو کښې د مقدسې برخې سره او د ښار جائيداد دا به د شهزاده ملکيت وى. دا به د مشرق طرف ته دولس نيم کيلوميټره د مقدسې حصې نه تر مشرقى سرحد وى، او د مغرب طرف نه به دولس نيم کيلوميټره تر مغربى سرحده وى. دا دواړه علاقې چې د قبائيلى حِصو اوږدوالى پورې غزېدلې دى دا به د شهزاده ملکيت وى، او مقدسه حِصه به سره د خُدائ د کور د مقدس ځائ د دې په مينځ کښې وى. 22نو د ليويانو جائيداد او د ښار جائيداد به د دې علاقې په مينځ کښې پروت وى چې د شهزاده ملکيت دے. کومه علاقه چې د شهزاده ملکيت دے هغه به د يهوداه او د بنيامين د سرحد په مينځ کښې پرته وى.“
د نورو قبيلو زمکه
23”نو دغه شان به د نورو قبيلو وى، د بنيامين به يوه حِصه وى، دا به د مشرق طرف نه تر مغرب طرف پورې وى. 24د شمعون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د بنيامين د علاقې سرحد وى. 25د يساکار به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د شمعون د علاقې سرحد وى. 26د زبولون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د يساکار د علاقې سرحد وى. 27د جاد به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د زبولون د علاقې سرحد وى. 28د جاد د زمکې جنوبى پوله به د تامار د جنوب نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ سره لوئ سمندر پورې تلې وى. 29دا هغه زمکه ده چې تاسو به يې د ميراث په طور د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې تقسيم کړئ، او دا به د هغوئ حِصه وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
د ښار دروازې
30”دا به د ښار نه د وتو دروازې وى. د شمال طرف دېوال کوم چې پاو باندې دوه کيلوميټر اوږد دے، 31په دې کښې به درې دروازې چې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په نومونو ياديږى. د روبين دروازه، د يهوداه د دروازه، او د ليويانو دروازه. 32مشرق طرف ته چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره اوږد دېوال دے په هغې کښې به درې دروازې وى، د يوسف دروازه، د بنيامين دروازه او د دان دروازه. 33د جنوب طرف ته، چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره دېوال دے، په کښې به درې دروازې وى چې به د شمعون دروازه، د يساکار دروازه او د زبولون دروازه ياديږى. 34مغرب طرف ته چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره اوږد دېوال دے په کښې به درې دروازې وى، د جاد دروازه، د آشر دروازه او د نفتالى دروازه. 35ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“