46
شپږ څلوېښتم باب
1”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى. 2شهزاده دې دربار ته د بهر د طرف د برنډې د لار نه ورننوځى او د دروازې چوکاټ سره دې ودريږى. اِمامان دې خپلې سوزېدونکې قربانۍ وکړى او د سلامتيا نذرانې دې پېش کړى. هغه دې د دروازې په درشل کښې عبادت وکړى او بيا دې هغه بهر لاړ شى. خو دروازه به تر ماښام پورې کولاو وى. 3د هر سبت په ورځ او د هرې نوې مياشتې په ورځ دې د دې مُلک خلق د دروازې په درشل کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې عبادت وکړى. 4سوزېدونکې نذرانه چې شهزاده يې مالِک خُدائ ته د سبت په ورځ پېش کوى دا به شپږ نران ګډورى او يو ګډ وى، ټول به بېعېبه وى. 5د غلې نذرانه چې د ګډ سره ورکوى هغه به يوه ايفه وى او د ګډورو سره به په خپله خوښه د غلې نذرانه ورکړى، هر يو ايفه سره به څلور ليټره تېل پېش کړى. 6د نوې مياشتې په ورځ به هغه يو غوَيے، شپږ ګډورى او يو ګډ پېش کړى چې ټول بېعېبه وى. 7هغه به يوه ايفه د غلې نذرانه د غوَيى سره پېش کړى، او يوه ايفه به ګډ سره، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره دې څلور ليټره تېل پېش کړى. 8کله چې شهزاده ننوځى، هغه به د برنډې د لارې نه دننه لاړ شى، او په هم هغه لار به هغه بهر راشى. 9کله چې د مُلک خلق د مالِک خُدائ وړاندې په مقررو اخترونو کښې راشى، هغه څوک چې په شمالى دروازه د عبادت دپاره راشى نو هغه به په جنوبى دروازه بهر لاړ شى، او هغه څوک چې په جنوبى دروازه راننوځى هغه به په شمالى دروازه باندې بهر لاړ شى. يو کس به هم په هغه دروازه واپس نۀ ځى په کومه چې راغلى دى، خو هر يو به په مخالف دروازه بهر وځى. 10شهزاده به هم هغوئ سره يو ځائ دننه ځى کله چې هغوئ دننه ځى، او بهر به راوځى کله چې هغوئ بهر راوځى. 11په اخترونو او مقرر شوو مېلو کښې، د غلې نذرانه به يو غوَيى سره يوه ايفه وى، يوه ايفه به د ګډ سره وى، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره څلور ليټره تېل ورکړئ. 12کله چې شهزاده د خپلې خوښې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوى، کۀ هغه سوزېدونکې نذرانه وى او يا د سلامتۍ نذرانه وى، هغه دروازه چې مخ يې نمرخاتۀ طرف ته دے هغه به د هغۀ دپاره کولاو کړے شى. هغه به خپله سوزېدونکې نذرانه او يا د سلامتۍ نذرانه داسې پېش کړى څنګه چې هغه د سبت په ورځ کوى. بيا به هغه بهر لاړ شى، او د هغۀ د بهر تلو نه وروستو، به دروازه بنده کړے شى.“
د هرې ورځې نذرانه
13”تاسو به هره ورځ د يو کال بېعېبه ګډورے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به ضرور يو سحر بل سحر دا پوره کوئ. 14تاسو به روزانه يو سحر بل سحر د غلې نذرانه پوره کوئ، چې د يوې ايفې شپږمه به وى او پاو باندې يو ليټر تېلو سره به اوړۀ واغږئ. مالِک خُدائ ته د دې غلې د نذرانې پېش کولو حکم د تل دپاره دے. 15نو د ګډُورى، د غلې او د تېلو نذرانې به هر سحر په مسلسل توګه د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کيږى.“
شهزاده او د هغۀ زمکه
16”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کۀ چرې شهزاده د خپل وراثت نه يوه تحفه خپلو زامنو کښې يو زوئ له ورکړى، دا به د هغۀ د نسل وى، او دا به په ميراث کښې د هغوئ جائيداد وى. 17خو کۀ چرې هغه د خپل وراثت نه يوه تحفه خپل يو نوکر له ورکړى، نو نوکر سره به دا تر د آزادۍ د کال پورې وى، خو بيا به دا واپس د شهزاده شى. د هغۀ ميراث صرف د هغۀ د زامنو دے. 18شهزاده به د خلقو نه ميراث نۀ اخلى، هغوئ به د خپل جائيداد نه نۀ شړى. هغه به خپلو زامنو ته د خپل ميراث نه جائيداد ورکوى، تر دې چې زما په خلقو کښې يو هم د خپل جائيداد نه محرومه نۀ شى.“
د مالِک خُدائ د کور باورچى خانې
19بيا هغه سړى زۀ د دروازې په خوا کښې مقدسو کوټو ته بوتلم چې مخې يې د شمال ته طرف وې، کومې چې د اِمامانو وې، او ما ته يې د نمر پرېوتو طرف ته ځائ وښودلو. 20هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې اِمامان د ګناه د تاوان نذرانې او د ګناه نذرانې او د غلې نذرانې پخوى، ترڅو بهرنى دربار ته د مقدسو څيزونو د راوړلو نه منع شى هسې نه چې خلق مقدسو څيزونو له لاس وروړى او خپل ژوند په خطره کښې واچوى.“ 21بيا هغۀ زۀ بهرنى دربار ته راوستلم او په دې کښې يې ګوټ په ګوټ وګرځولم او ما په هر ګوټ کښې بل دربار وليدو. 22د بهرنى دربار په څلور واړو ګوټونو کښې يو بل سره انښتى دربارونه وُو، چې اويا فټه اوږد او دوه پنځوس نيم فټه پلن وُو او په څلور واړو ګوټونو کښې هر يو دربار يو شان برابر وو. 23دننه د څلور واړو دربارونو ګېرچاپېره د کاڼى يوه چجه وه، د چجې لاندې ګېرچاپېره د اور بلېدلو نغرى جوړ وُو. 24هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه باورچې خانې دى چرته به چې هغه څوک چې د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى د خلقو قربانۍ پخوى.“