YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 41

41
يو څلوېښتم باب
1بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو. 2د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال ‎پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، دا اويا فټه اوږد وو او پينځۀ دېرش فټه پلن وو. 3بيا هغه دننه مقدس ځائ ته لاړو او د داخلېدو د لارې ستنې ‎يې ناپ کړې، او هره يوه درې نيم فټه پلنه وه. د داخلېدو لار لس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خواؤ دېوالونه ‎پاو باندې دولس فټه پلن وُو. 4او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“
د مالِک خُدائ د کور سره لګېدلې کوټې
5بيا هغۀ د خُدائ د کور دېوال ناپ کړو، هغه لس نيم فټه پلن وو. او د خُدائ د کور ګېرچاپېره هر طرف ته کوټه اووۀ فټه پلنه وه. 6دا کوټې درې منزله وې، او په هر منزل کښې دېرش کوټې وې. د خُدائ د کور د دېوال ګېرچاپېره پايې وې د دې دپاره چې دا د دې کوټو دپاره ټيک وې. نو چې د دې کوټو تيرونه دېوال کښې دننه نۀ لګېدل. 7د خُدائ د کور ګېرچاپېره د دوېم چت کوټې د اول چت نه غټې وې او د درېم چت کوټې د دوېم چت نه غټې وې. کومه ډانچه چې د خُدائ د کور ګېرچاپېره جوړه شوې وه د لاندې نه بره حالت کښې جوړه وه، نو هغه کوټې کولاو وې چې بره وې. د لاندې نه تر دريم چت پورې پوړۍ ختلې وې. 8ما وليدل چې د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره اوچته چونتره وه، چې د کوټو بنياد وو. د دې ناپ تول لس نيم فټه اوچت وو. 9د هغه کوټو بهرنے دېوال پاو کم نهۀ فټه پلن وو. د کوټو په مينځ کښې هغه کولاو ځائ وو. 10او د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره د اِمامانو کوټې پينځۀ دېرش فټه پلنې وې. 11د کولاو ځائ نه دې کوټو ته د ورننوتلو لارې ورغلې وې، يوه په شمال کښې او بله په جنوب کښې وه، او بنياد چې دا کولاو ځائ په خپلو کښې يو ځائ کوى پاو کم نهۀ فټه کولاو وو.
د مغرب طرف ته يو کور
12يو بل عمارت چې مخه يې د خُدائ د کور د دربار مغرب طرف ته وه هغه يو سل دوويشت نيم فټه کولاو او يو سل او اووۀ پنځوس نيم فټه اوږد وو، او د هغې دېوالونه پاو کم نهۀ فټه پلن وُو.
د مالِک خُدائ د کور ناپ کېدل
13بيا هغۀ د خُدائ د کور ناپ وکړو، دا يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو، او د خُدائ د کور دربار او هغه عمارت چې د دې دېوالونو سره وو هغه هم يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو. 14مشرق طرف ته د مالِک خُدائ د مقدس کور دربار د خُدائ د کور مخې سره يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. 15بيا هغۀ د هغه عمارت اوږدوالے د دېوالونو سره ناپ کړو چې د خُدائ د کور دربار ته مخامخ وو، چې دا يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.
د مالِک خُدائ د کور دننه حِصه
د مالِک خُدائ د کور ډيوډۍ، مقدس ځائ او د ټولو نه زيات مقدس ځائ، 16او وړې کړکۍ او د دې دريواړو نه ګېرچاپېره هالونه د دې هر څۀ نه وروستو او د ډيوډۍ سره ټول په لرګى پټ وُو. فرش او دېوال، تر کړکيانو پورې او کړکۍ هم پټې وې. 17د دروازو دپاسه کومه لار چې د مالِک خُدائ د کور دننه مقدس ځائ ته ورغلې وه او د هغې په دننه او بهر دېوالونو باندې هم 18د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. او د وزرو والا مخلوق او د کجورو ونې يو د بل پسې نقش شوى وُو، او د هر يو وزرو والا مخلوق دوه مخونه وُو. 19انسانى مخ يې د کجورې يوې ونې طرف ته وو او د زمرى مخ يې د کجورې د بلې ونې طرف ته وو. دا تصويرونه ګېرچاپېره د خُدائ په کور کښې نقش شوى وُو. 20د فرش نه تر د ننوتلو دروازې پورې پاس، او د بهرنى مقدس ځائ په دېوال باندې د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. 21د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.
د لرګى قربان‌ګاه
22هلته د لرګى يوه قربان‌ګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“
دروازې
23بهرنى دواړو مقدس ځايونو او ډېر زيات مقدس ځائ دوه دروازې وې. 24هرې يوې دروازې دوه پلې لرلې او هرې يوې پلې ته دوه قبضې وې. 25او د بهرنى مقدس ځائ په دروازو د وزرو والا مخلوق تصوير او د کجورو د ونې تصويرونه نقش وُو لکه څنګه چې په دېوالونو باندې نقش شوى وُو، او هلته د لرګو يو دالان د وړې کوټې مخې ته جوړ شوے وو. 26د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.

Currently Selected:

حزقى‌ايل 41: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in