YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 40

40
څلوېښتم باب
د مالِک خُدائ د نوى کور رويا
د حزقى‌ايل يروشلم ته بوتلل
1زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم. 2د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل. 3کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو. 4هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“
د مشرق طرف ته دروازه
5ما وليدل چې هلته د مالِک خُدائ د کور نه ګېرچاپېره دېوال راتاو وو. د هغه سړى په لاس کښې د ناپ کولو لرګے لس نيم فټه وو چې دېوال يې ناپ کړو، او دېوال غټوالے لس نيم فټه پلن وو او لس نيم فټه اوچت وو. 6نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه. 7هلته په دروازه کښې ښې طرف ته او ګس طرف ته درې د څوکيدارانو کوټې جوړې شوې وې چې د هرې يوې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو او د څوکيدارانو د کوټو په مينځ کښې د دېوال پلنوالے پاو کم نهۀ فټه وو. او د څوکيدارانو د کوټو شاته د تېرېدو لاره وه چې لس نيم فټه ژوره وه او د دې کمرو نه وروستو يوه بله درشل وه چې لس نيم فټه وه او د مالِک خُدائ کور ته تللې وه. 8نو بيا هغۀ د دروازې دننه ډيوډۍ ناپ کړه، 9نو بيا د هغې اوږدوالے څوارلس فټه وو او د هغې د ستنې پلنوالے درې نيم فټه وو. د دې ډيوډۍ آخر سر د خُدائ پاک د کور د داخلېدو دواړو خواؤ دېوالونو ته نزدې او مخامخ وو. 10د مشرق خوا ته دروازه کښې په دواړو طرفونو ته درې کوټې وې، او ټولې په يو ناپ تول وې او د دې په مينځ کښې ټول دېوالونه هم يو شان پلن وُو. 11نو بيا هغۀ د دروازې سره د داخلېدو د ځائ پلنوالے ناپ کړو، کوم چې اوولس نيم فټه پلن وو او د دروازې سره لاره پاو کم درويشت فټه وه. 12د څوکيدارانو د هرې کوټې مخکښې يو دېوال وو چې يوويشت اِنچه وو او د هرې کمرې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو. 13نو بيا هغۀ په دې دروازه د څوکيدار د کوټې د شا د دېوال نه واخله د مخامخ کوټې د شا د دېوال پورې فاصله ناپ کړه، هغه پاو کم څلور څلوېښت فټه وه. 14هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو. 15د دروازې د داخلېدو نه واخله د دربار تر آخر سر پورې فاصله اووۀ اتيا نيم فټه وه. 16د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.
د مالِک خُدائ د کور بهرنے دربار
17نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى. 18دا پخه لار تر دروازو پورې جوړه شوې وه او د دېوالونو نه تر دربار پورې غزېدلې وه او هم دومره فاصله يې د عمومى دروازې پورې وه. 19نو بيا هغۀ د دننه نه د ښکته دروازې د دربار داخل نه بهر طرف ته فاصله ناپ کړه، دا د مشرق خوا ته يو سل او پينځۀ اويا فټه او شمال خوا ته هم يو شان فاصله وه.
شمال خوا ته دروازه
20نو بيا هغۀ شمال خوا ته د دروازې اوږدوالے او پلنوالے ناپ کړو، کوم چې بهر صحن طرف ته ځى. 21د دروازې د داخلېدو په لار کښې دواړو خواو د څوکيدارانو درې درې کوټې وې، د هغوئ په مينځ کښې دېوالونه او د هغوئ دننه کوټې ټولې د هغې وړومبې مشرقى دروازې په اندازه وې. د دروازې ډيوډۍ اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه. 22د مشرق دروازې په شان، د هغې د داخلېدو کوټه او کړکۍ او د کجورو د ونو ګُلکارى هم هغه شان په يوه اندازه شوې وې. او اووۀ پوړۍ هم ورته ختلې وې، چې مخامخ ورته ډيوډۍ وه چې دربار ته تللې وه. 23هلته دننه د دربار طرف چې د شمال خوا نه يوه دروازه وه، بلکل لکه د هغه دروازې په شان لکه څنګه چې په مشرق کښې وه. هغۀ د يوې دروازې بلې دروازې ته مخامخ فاصله ناپ کړه، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وه.
جنوبى دروازه
24نو بيا هغه سړى زۀ د جنوب خوا ته بوتلم او ما بيا هلته يوه دروازه وليده چې د جنوب خوا ته يې مخ وو. هغۀ بيا د دې دېوالونه او کوټې ناپ کړې چې بلکل د هغه نورو دروازو په ناپ تول وې. 25د دروازې او د هغې د چوکيدارانو د کوټو ګېرچاپېره وړې وړې کړکۍ وې، د هغې کړکۍ د نورو کړکو په شان وې. د تېرېدو لار اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه. 26د هغه کوټو مخامخ هغې ته د بهر نه يوه لار ورختلې وه چې اووۀ پوړۍ يې وې، او د هغې په دېوالونو باندې په دواړو خواؤ د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. 27د دننه دربار هم يوه دروازه وه چې جنوب خوا ته يې مخ وو، او هغۀ بيا د دې دروازې نه د بهر د جنوب دروازې خوا ته ناپ تول وکړو، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.
دننه دربار ته داخلى دروازه
28نو بيا هغه سړى زۀ دننه دربار ته په جنوبى دروازه باندې راوستلم، او هغۀ جنوبى دروازه ناپ کړه، هغه هم د نورو دروازو په ناپ وه. 29د هغې د څوکيدارانو کوټې، او مينځنى دېوالونه او ډيوډۍ د هغه نورو دروازو سره په ناپ کښې يو شان وې. دروازه او د هغې د کوټو کړکۍ ګېرچاپېره وې، هغه اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې. 30د دروازې د داخلېدو د کوټې ناپ تول کومه چې دننه د دربار صحن ته ورغلې وه څوارلس فټه اوږده او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه. 31د هغې د کوټې مخ بهر دربار خوا ته وو، د هغې په ستنو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورته ورختلې وې.
د داخلى دربار شرقى دروازه
32نو بيا هغۀ زۀ په مشرقى لار دننه دربار ته راوستلم، او هغۀ هغه دروازه ناپ کړه، د هغې ناپ هم د نورو سره يو شان وو. 33د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او د برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې. 34د هغې د ډيوډۍ مخ دننه د دربار طرف ته وو، او د دواړو طرفو په ستنو يې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورختلې وې.
د دربار دننه د شمال خوا ته دروازه
35نو بيا هغۀ زۀ د شمال دروازې طرف ته راوستلم او هغۀ د هغې ناپ واخستو. او هغه لار هم د هغه نورو په شان په يو ناپ وه. 36د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې. 37ډيوډۍ بهرنى دربار ته مخامخ وه. د تېرېدو د ځائ په دېوالونو باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. دې دروازې ته اتۀ پوړۍ ختلې وې.
د قربانو دپاره کوټې
38د شمال د طرف نه دننه يوه دروازه وه چې د داخلېدو د کوټې د لارې نه دننه دربار ته تللې وه چې هلته به په هغې کښې د سوزولو قربانۍ څاروى وينځلے کېدل. 39د دروازې د ډيوډۍ سره په دواړه خواو کښې دوه مېزونه وُو، په کومو به چې د سوزولو د نذرانو، د ګناه د نذرانو او د ګناه د تاوان د نذرانو څاروى حلالولے شول. 40د کوټې دروازې د کوټې د بهرنى دېوال سره، د پوړو سره نزدې د شمال دروازې ته د داخلېدو په لار هلته هم دوه مېزونه وُو، او د پوړو په بل طرف هم دوه مېزونه وُو. 41نو بيا د دروازې په يوې خوا کښې هم څلور مېزونه وُو او په بله خوا کښې هم څلور مېزونه وُو. دا ټول اتۀ مېزونه وُو په کومو به چې د قربانۍ څاروى حلالېدل. 42نو هلته هم څلور مېزونه د تراشلے شوو کاڼو نه د سوزېدونکې قربانۍ دپاره جوړ شوى وُو چې يو دېرش نيم اِنچه اوږدۀ او پلن وُو او يوويشت اِنچه لوړ وُو. په دې مېزونو باندې د قربانۍ د څاروو د حلالېدلو دپاره د قصابانو چړې او نور څيزونه پراتۀ وُو. 43په ګېرچاپېره دېوال کښې د دوو خُلو والا کُنډې راځوړندې وې چې يو څپک اوږدې وې. دا مېزونه د نذرانو د څاروو دپاره وُو. 44نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو. 45هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى. 46او هغه کوټه د کومې مخه چې شمال خوا ته ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د قربان‌ګاه مشران دى. او هغوئ د صدوق زامن دى، څوک چې د ليويانو د قبيلې يواځې هغه کسان دى چا ته چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د خِدمت کولو اجازت ورکړے شوے دے.
دننه دربار او د مالِک خُدائ کور
47نو بيا هغه سړى د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ناپ کړو او هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد او يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. او قربان‌ګاه د دربار په صحن کښې د مالِک خُدائ د کور مخې ته وه. 48بيا هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه کوټې ته راوستلم. او هغۀ د ډيوډۍ د ستنو ناپ واخستو، او هغه پاو کم نهۀ فټه په هرې خوا پلنې وې، او په خپله د داخلېدو د دروازې پلنوالے څليريشت فټه وو، او يو بل دېوال وو په هره خوا کښې چې پاو کم شپږ فټه وو. 49د داخلېدو د کوټې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو، او اوږدوالے يې يوويشت فټه وو. او دې کوټې ته لس پوړۍ ورختلې وې، د دروازې په دواړو خواو دېوالونو کښې ستنې ولاړې وې.

Currently Selected:

حزقى‌ايل 40: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in