YouVersion Logo
Search Icon

حزقى‌ايل 1

1
اول باب
د خُدائ پاک د طرف نه د حزقى‌ايل دپاره وړومبۍ رويا
1په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې. 2د مياشتې په پينځم تاريخ دا د يهوياکين بادشاه د جلاوطنۍ پينځم کال وو. 3د مالِک خُدائ کلام په حزقى‌ايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو. 4کله چې ما بره وکتل، نو ما يو لوئ طوفان د شمال د خوا نه په راتلو وليدلو چې لويه وريځ ترې مخکښې وه چې د برېښنا پړقېدل او ګېرچاپېره ترې نه تېزه رڼا خوره وه. د وريځو په مينځ کښې اور وو او د اور په مينځ کښې يو د پيتلو په شان څيز ځلېدلو. 5او د وريځو د مينځ نه څلور ژوندى مخلوقات راووتل چې په ليدو کښې د انسان په شان ښکارېدل، 6خو د هغوئ هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو. 7د هغوئ پښې نېغې وې، او په پښو کښې يې لکه د سخى په شان نوکونه وُو او هغه لکه د پالش شوى پيتلو په شان ځلېدل. 8او د هغوئ د څلورو وزرونو لاندې څلورو طرفونو ته د انسان په شان لاسونه وُو او د هر يو مخلوق څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، 9او د هغوئ وزرونه د يو بل سره لګېدلى وُو. او هر يو نېغ روان شو، نو د تلو په وخت کښې به تاوېدل راتاوېدل نه. 10د هر يو څلور مخونه وُو چې په مخامخ د هر يو شکل د انسان وو، او په ښې طرف هغوئ د زمرى په شکل وو، ګس طرف ته يې د غوائى شکل وو، او شاته لکه د باز په شان وو. 11د هر يو مخلوق وزرې بره طرف ته خورې وې، د هر يو دوه وزرې ګس او ښى طرف ته د نور مخلوق وزرو سره لګېدلې وې او په نورو دوو وزرو يې خپل بدن پټ کړے وو. 12هر يو نېغ مخکښې لاړو، کومې خوا ته چې به د روح خوښه وه نو هغې خوا ته به بغېر د راتاوېدلو نه نېغ تلل. 13دا ژوندے مخلوق داسې ښکاريدو لکه چې بَل سکارۀ يا د اور مشعلونه د هغوئ دننه بل شوى وى. دا اور د هغه مخلوق په مينځ کښې وړاندې وروستو کېدو، او دا ځلېدونکى وُو، او شُغلې به ترې نه راختلې. 14هغه مخلوق به لکه د برېښنا د پړق په شان په منډه وړاندې او وروستو کېدلو. 15کله چې ما دې ژوندى مخلوق ته وکتل، نو ما د هغوئ هر يو سره په زمکه باندې يوه پايه لګېدلې وليدله. 16د هغه پايو شکل او ښکاره کېدل څۀ داسې وو، هغه لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې، او څلور واړه پايې يو شان ښکارېدلې، او داسې جوړې شوې وې چې په هره پايه کښې يوه بله پايه دننه بل خوا ته تاوېدله. 17کله چې به هغوئ تلل نو دې ژوندى مخلوق به په څلورو اړخونو کښې چې کوم طرف ته هم مخه کړه نو هغې خوا ته به بغېر د مخ اړولو نه تللے شُو. 18د څلور واړو پايو ريمونه لوړ او يروونکى وُو، او په هغه څلورو واړو ريمونو باندې ګېرچاپېره سترګې وې. 19کله به چې دا مخلوق ګرځېدل نو دا پايې به هم ورسره ګرځېدلې، او کله به چې دا مخلوق د زمکې نه راپاڅېدل نو دا پايې به هم ورسره اوچتې شوې. 20چرته به چې روح تللو نو هغوئ به هم هلته تلل، دا پايې به هم ورسره راوچتېدلې، ځکه چې د ژوندى مخلوق روح په هغه پايو کښې وو. 21نو کله چې به دا مخلوق روان شو نو دا پايې به هم روانې شوې، کله به چې دا مخلوق ودرېدو نو پايې به هم ودرېدې، کله به چې دا مخلوق بره الوتلو نو دا پايې به ورسره تلې، ځکه چې د دې ژوندى مخلوق روح په پايو کښې وو. 22د دې مخلوق د سر دپاسه داسې ګنبد خور شوے وو چې د صفا او روښانه بلور کاڼى په شان ځلېدو او ډېر حېرانونکے وو. 23د هغه ګنبد د لاندې هغوئ به خپلې وزرې غوړولې او وزرې به يې يو بل پورې غزولې، او هر يو به په خپلو نورو دوو وزرو خپل بدن پټولو. 24کله چې دا مخلوق روانېدلو، نو ما د هغوئ د وزرونو آواز واورېدو لکه د تېزو اوبو د شور په شان، لکه د قادر خُدائ د آواز په شان، لکه د فوجيانو شور. او کله چې هغوئ ودرېدل نو وزرونه يې ښکته کړل. 25نو بيا د ګنبد دپاسه د هغوئ په سر يو آواز راغلو. کله چې هغوئ ودرېدل نو وزرونه يې ښکته کړل. 26د هغوئ د سرونو دپاسه په ګنبد باندې د نيلم کاڼى د تخت په شان يو څيز ښکارېدو، او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو. 27دا کوم شکل چې ښکارېدو د ملا نه بره لکه ګرم شوې اوسپنې په شان چې د اور نه ډکه وى، او ملا نه لاندې لکه د اور په شان ښکارېدو، او ګېرچاپېره ترې صفا رڼا وه. 28لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.

Currently Selected:

حزقى‌ايل 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy