کله چې ما بره وکتل، نو ما يو لوئ طوفان د شمال د خوا نه په راتلو وليدلو چې لويه وريځ ترې مخکښې وه چې د برېښنا پړقېدل او ګېرچاپېره ترې نه تېزه رڼا خوره وه. د وريځو په مينځ کښې اور وو او د اور په مينځ کښې يو د پيتلو په شان څيز ځلېدلو. او د وريځو د مينځ نه څلور ژوندى مخلوقات راووتل چې په ليدو کښې د انسان په شان ښکارېدل، خو د هغوئ هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو. د هغوئ پښې نېغې وې، او په پښو کښې يې لکه د سخى په شان نوکونه وُو او هغه لکه د پالش شوى پيتلو په شان ځلېدل. او د هغوئ د څلورو وزرونو لاندې څلورو طرفونو ته د انسان په شان لاسونه وُو او د هر يو مخلوق څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او د هغوئ وزرونه د يو بل سره لګېدلى وُو. او هر يو نېغ روان شو، نو د تلو په وخت کښې به تاوېدل راتاوېدل نه.