YouVersion Logo
Search Icon

اِفِسيانو 1

1
اول باب
سلامونه
1د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ دا خط مقدسينو ته او د عيسىٰ مسيح وفادارو مريدانو ته چې په اِفِسوس کښې دى ليکم. 2خُدائ پاک زمونږ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو له فضل او سلامتى درکړى. 3ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى. 4ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بې‌داغه شُو. 5هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه، 6ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده. 7په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده، 8چې هغۀ په ټول حِکمت او پوهه په مونږ خپله زياته مينه نازله کړه. 9خُدائ پاک مونږ ته د عيسىٰ مسيح په حقله خپله پټه منصوبه څرګنده کړه، هغه منصوبه چې د هغۀ خوښه وه او چې په کښې خپله نېکه اراده پوره کړى. 10هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى. 11مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى. 12نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو. 13نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ. 14هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.
د پولوس رسول دُعا
15نو د کله نه چې زۀ ستاسو د هغه ايمان نه چې په مالِک عيسىٰ مو دے، او د هغې مينې نه چې د ټولو مقدسينو سره يې ساتئ خبر شوم، 16ما ستاسو دپاره شُکر کول نۀ دى پرېښى او همېشه تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. 17زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ. 18نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے، 19او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بې‌شانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى، 20دا هم هغه قوت دے چې د کوم په وسيله چې خُدائ پاک مسيح د مړو نه بيا راژوندے کړو او خپل ښى لاس ته يې په آسمان کښې کښېنولو. 21هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى. 22او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو، 23او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.

Currently Selected:

اِفِسيانو 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy