نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے، او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بېشانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى، دا هم هغه قوت دے چې د کوم په وسيله چې خُدائ پاک مسيح د مړو نه بيا راژوندے کړو او خپل ښى لاس ته يې په آسمان کښې کښېنولو. هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى.