YouVersion Logo
Search Icon

معلِم 1

1
اول باب
د ژوند مقصد
1دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو. 2هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده. 3په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟ 4پيړۍ په پيړۍ تېرې شى، خو زمکه همېشه قائمه وى. 5نمر راوخېژى او پرېوځى او هغه ځائ ته زر زر بيا ځى چې د کوم ځائ نه راخيژى. 6هوا د جنوب طرف ته چليږى، بيا تاو شى او د شمال طرف ته چليږى، دا ګېرچاپېره تاويږى راتاويږى او ځى راځى. 7ټول سيندونه سمندر ته بهيږى، خو سمندر ډک نۀ شو. ځکه چې د سيندونو اوبۀ د کوم ځائ نه بهيږى نو هم هلته مسلسل واپس راځى او بيا د هغه ځائ نه بهيږى. 8ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى. 9څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته. 10کله کله خلق وائى، ”ګوره، دا يو نوے څيز دے.“ خو په اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے. 11هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.
معلِم جواب لټوى
12زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم. 13ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى. 14ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى. 15څۀ چې غلط دى هغه ټيک کېدے نۀ شى، او د څۀ چې کمے دے نو هغه پېدا کېدے نۀ شى. 16ما خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د هغه ټولو نه ډېر زيات هوښيار يم چا چې زما نه مخکښې په يروشلم بادشاهى کړې ده. ما ډېر حِکمت او عِلم حاصل کړے دے.“ 17ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بې‌وقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى. 18ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.

Currently Selected:

معلِم 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy