1
معلِم 18:1
Pakistani Yousafzai Pashto
ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.
Compare
Explore معلِم 1:18
2
معلِم 9:1
څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته.
Explore معلِم 1:9
3
معلِم 8:1
ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى.
Explore معلِم 1:8
4
معلِم 2:1-3
هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده. په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟
Explore معلِم 1:2-3
5
معلِم 14:1
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
Explore معلِم 1:14
6
معلِم 4:1
پيړۍ په پيړۍ تېرې شى، خو زمکه همېشه قائمه وى.
Explore معلِم 1:4
7
معلِم 11:1
هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.
Explore معلِم 1:11
8
معلِم 17:1
ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.
Explore معلِم 1:17
YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy
Home
Bible
Plans
Videos