7
اوؤم باب
د حضرت دانيال رويا د څلورو ځناورو په حقله
1د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل. 2دانيال وفرمائيل چې، ”په هغه شپه ما په رويا کښې وليدل چې هلته زما په وړاندې د آسمان هواګانې د څلورو خواو نه د سمندر په مخ په تېزه لګېدلې. 3نو څلور غټ ځناور، چې د يو بل نه مختلف وُو، د سمندر نه بهر راووتل. 4اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو. 5نو بيا زما په وړاندې ما دوېم ځناور وليدو، کوم چې د مېلو په شان ښکارېدو. دا په خپل يو طرف باندې اوچت کړے شو، او دۀ درې پښتۍ په خپله خولۀ کښې د غاښونو په مينځ کښې نيولې وې. هغۀ ته وئيل کېدۀ، پاڅه او په غوښو ځان موړ کړه. 6د دې نه وروستو، ما يو بل ځناور وليدو، هغه لکه د پړانګ په شان وو. او د دۀ په شا لکه د مارغۀ په شان څلور وزرې وې. د دې ځناور څلور سرونه وُو، او دۀ ته يې د حکومت کولو اختيار ورکړے وو. 7د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو. 8کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بېپرواهۍ سره لافې کولې.
د هغه ذات رويا چې همېشه ژوندے دے
9کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې. 10او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول. 11ورته مې هم هغه شان کتل ځکه چې هغه ورکوټے ښکر د کبر نه ډکې خبرې کولې. تر هغې پورې مې ورته کتل چې هغه څلورم ځناور مړ کړے شو او د دۀ لاش تباه او بَل شوى اور ته وغورزولے شو. 12د هغه نورو درېو واړو ځناورو نه قدرت واخستلے شو، خو هغوئ ته د لږ وخت دپاره د ژوندى پاتې کېدلو اجازت مِلاو شو. 13نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو. 14هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.
د دانيال د خوب تعبير
15زۀ دانيال، د هغه هر څۀ په حقله پرېشانه وم څۀ چې ما ليدلى وُو، او زما رويا زۀ ويرولم. 16نو بيا زۀ هغه ولاړو کسانو ته چې هلته تخت سره نزدې وُو يو له ورغلم او تپوس مې ترې نه وکړو چې د دې هر څۀ مطلب څۀ دے. نو هغۀ ما ته د دې تعبير څۀ داسې وکړو، 17دا څلور ځناور څلور بادشاهۍ دى چې د زمکې نه به راوچتې شى. 18خو په آخر کښې به د خُدائ تعالىٰ مقدسو خلقو ته بادشاهى مِلاو شى، او هغوئ به په هغې باندې تر ابده پورې بادشاهى کوى. 19نو بيا ما غوښتل چې د څلورم ځناور په حقله صحيح مطلب باندې ځان پوهه کړم، کوم چې د نورو ټولو نه مختلف او يروونکے وو. او غاښونه يې د اوسپنې او د پښو پنجې يې د زېړو وې، هغه ځناور چې خپل ښکارونه يې ريچې ريچې کړل او تير يې کړل او څۀ چې ترې نه پاتې شول هغه يې د پښو لاندې کړل. 20ما هم غوښتل چې د هغۀ په سر د هغه لسو ښکرونو په حقله معلومات حاصل کړم، د هغه بل ښکر په حقله کوم چې راوختلو، د کوم د راختلو نه مخکښې چې هغه درې وغورزېدل، هغه ښکر چې د نورو نه بيا غټ ښکارېدو او چې سترګې يې د انسان په شان وې، او د دې خولې د کبر خبرې کولې. 21کله چې ما دا هر څۀ کتل، نو دې ښکر د مقدسينو خلاف جنګ وکړو او هغوئ ته يې شکست ورکولو، 22ترڅو چې هغه ازلى ذات راغلو او د خُدائ تعالىٰ د مقدسينو په حق کښې يې د عدالت اعلان وکړو. او بيا هغه وخت راغلو چې هغوئ ته بادشاهى مِلاو شوه. 23نو بيا هغۀ ما ته ووئيل چې، دا څلورم ځناور هغه د دُنيا څلورمه بادشاهى ده کومه چې به په زمکه راښکاره شى. دا به د نورو ټولو بادشاهتونو نه مختلفه وى او دا به ټوله زمکه تيره کړى، او د پښو لاندې او ريچې ريچې به يې کړى. 24هغه لس ښکرونه لس بادشاهان دى څوک چې به د دې بادشاهۍ نه راشى. د دوئ نه وروستو به يو بل بادشاه پېدا شى، هغه به د مخکښېنو نه مختلف وى، هغه به درې بادشاهان ختم کړى. 25هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى. 26خو بيا به د هغۀ خلاف عدالت شروع شى، او د هغۀ نه به حکومت واخستلے شى او هغه به هم په مکمل توګه تباه شى. 27نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى. 28دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“