YouVersion Logo
Search Icon

دانيال 6

6
شپږم باب
حضرت دانيال د زمرو په غار کښې اچول
1داريوس دا فېصله وکړه چې ټوله بادشاهى په يو سل او شل صوبو باندې تقسيم کړى، او هغۀ لوئ آفسران مقرر کړل چې په هره صوبه حکمرانى وکړى. 2بادشاه دانيال او دوه نور کسان په دې آفسرانو سر پرست مقرر کړل چې په آفسرانو او د بادشاه په ګټو باندې نظر وساتى. 3دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى. 4نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بې‌ايمانى يې نۀ کوله. 5آخر هغه کسانو دا ووئيل چې، ”دې طريقې سره به مونږ په دانيال هيڅ قِسمه اِلزام ونۀ لګولے شُو. خو يوه خبر ده چې د اِلزام باعث جوړېدے شى يعنې د هغۀ د خُدائ پاک د شريعت په حقله.“ 6نو بيا وزيران او لوئ آفسران په يو ځائ بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داريوس بادشاه دې د تل دپاره ژوندے وى. 7مونږ د ټول مُلک شاهى وزيران، آفسران، مشيران، مشران او حاکمان په دې راضى شوى يُو چې بادشاه دې يو فرمان جارى کړى او په سختۍ سره دې په هغې عمل وکړے شى چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر څوک چې هم ستا نه بغېر د بل معبود يا انسان عبادت وکړى، نو هغه دې د زمرو په غار کښې واچولے شى. 8نو اوس، اے بادشاه سلامت، دا حکم جارى کړه او مهر پرې ولګوه چې څوک هم دا بدل نۀ کړے شى، لکه د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق چې نۀ منسوخ کېدونکے دے.“ 9نو بيا داريوس بادشاه په ليکل شوے فرمان دستخط وکړو. 10خو کله چې دانيال په دې خبر شو چې دا فرمان جارى شوے دے، نو هغه په خپل کور کښې بره کوټې ته لاړو چې کړکۍ يې د يروشلم طرف ته کولاو وې. نو هره ورځ به يې درې ځله سجده او دُعا کوله، او د خپل خُدائ پاک شُکر به يې ادا کولو، لکه څنګه چې هغۀ وړاندې کول. 11نو بيا دا کسان په يو ځائ لاړل او دانيال يې وليدلو چې دُعا يې کوله او د خپل خُدائ پاک نه يې مدد غوښتلو. 12نو بيا هغوئ بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې د هغه شاهى حکم په حقله ياداشت ورکړو، ”آيا تاسو دا حکم نۀ وُو جارى کړے چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر چا هم بغېر ستا نه اے بادشاه سلامت، د بل معبود او يا انسان عبادت وکړو او يا دُعا يې ترينه وغوښتله هغه به د زمرو په غار کښې واچولے شى؟“ بادشاه ورته جواب ورکړو چې، ”آو، بلکل دا حکم د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق دے کوم چې نۀ شى بدلېدلے.“ 13بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“ 14نو کله چې بادشاه دا خبره واورېده، نو هغه ډېر زيات خفه شو. هغۀ دا اراده وکړه چې دانيال بچ کړى او هغۀ ټوله ورځ تر نمر پرېوتو پورې د داسې لارې چارې پېدا کولو کوشش وکړو چې دانيال بچ کړى. 15نو بيا هغه کسان په ډله بادشاه له ورغلل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا خبره ياد ساته چې، د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق کوم يو قانون او فرمان چې بادشاه جارى کړى نو هغه بدلېدے نۀ شى.“ 16نو بيا بادشاه حکم وکړو، او هغوئ دانيال راوستلو او هغه يې د زمرو په غار کښې وروغورزولو. بادشاه دانيال ته ووئيل چې، ”ستا خُدائ پاک د کوم چې تۀ په وفادارۍ خِدمت کوې، هغه دې تا له خلاصون درکړى.“ 17يو ګټ راوړلے شو او د غار په خولۀ کېښودے شو، او بادشاه پرې خپل مهر او د خپلو حاکمانو مهرونه يې پرې ولګول، د دې دپاره چې څوک دانيال بچ نۀ کړى. 18نو بيا بادشاه خپل شاهى محل ته واپس شو او هغه شپه يې بې د خوراکه او د هر قسمه عېش عشرت نه بغېر تيره کړه. او هغه ټوله شپه ويښ وو او خوب نۀ ورتلو. 19خو په توره خړه بادشاه پاڅېدو او د زمرو غار ته په تېزۍ سره ورغلو. 20نو کله چې هغه غار ته نزدې ورورسېدو، نو هغۀ دانيال ته په غمژن آواز سره آواز ورکړو، ”اے دانياله، د ژوندى خُدائ خِدمت کوونکيه، ولې ستا خُدائ پاک د چا چې تۀ په وفادارۍ سره عبادت کوې، هغۀ دا وکړے شو چې تا د زمرو نه بچ کړى؟“ 21دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې. 22زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“ 23بادشاه په دې بې‌حده خوشحاله شو او حکم يې وکړو چې دانيال د غار نه راوباسئ. او کله چې يې دانيال رابهر کړو، نو په هغۀ يو زخم هم نۀ وو، ځکه چې د هغۀ په خپل خُدائ پاک باور وو. 24بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل. 25نو بيا په ټول مُلک کښې داريوس بادشاه ټولو خلقو، قومونو، او د دُنيا د هرې ژبې ويوونکو ته دا وليکل، ”په تاسو دې سلامتيا او برکت وى. 26زۀ د خپلې بادشاهۍ په هر ځائ کښې خلقو ته دا فرمان جارى کوم چې تاسو ټول د دانيال د خُدائ نه يرېږئ او د هغۀ عزت کوئ. ځکه چې هغه ژوندے خُدائ پاک دے، او همېشه پاتې کېدونکے دے، د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ تباه کيږى، او د هغۀ بادشاهى به کله هم نۀ ختميږى. 27هغه بچ کوونکے او ساتونکے دے، هغه په آسمان او زمکه کښې نښې او عجائب څرګندوى. هغۀ دانيال د زمرو د پنجو نه بچ کړو.“ 28نو دانيال د داريوس بادشاه په حکومت کښې او د فارس د بادشاه خورس په حکومت کښې ډېر مخکښې شو.

Currently Selected:

دانيال 6: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in