8
اتم باب
د حضرت دانيال د ګډ او چېلى رويا
1د بيلشضر بادشاه د بادشاهۍ په درېم کال، ما دانيال بله رويا وليده، د هغې رويا نه وروستو کومه چې ما مخکښې ليدلې وه. 2په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو. 3ما وکتل چې هلته زما د وړاندې يو د دوو ښکرو والا ګډ د نِهر په غاړه ولاړ وو، او ښکرونه يې اوږدۀ وُو. او يو ښکر يې د بل نه اوږد وو خو دا وروستو لوئ شوے وو. 4نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو. 5کله چې ما د دې په حقله سوچ کولو، نو ناڅاپه يو چېلے چې د سترګو په مينځ کښې يې مضبوط ښکر وو د مشرق طرف نه راغلو، هغه زمکې سره د لګېدو نه بغېر د ټولې دُنيا نه راواوړېدو. 6هغه د هغه دوو ښکرو والا ګډ له کوم چې ما د نِهر په غاړه ليدلے وو په تېزه او غصه ورغلو. 7ما هغه وليدو چې په هغه ګډ يې په ډيرې غصې سره حمله وکړه، هغه ګډ يې لاندې راوغورزولو او د هغۀ دواړه ښکرونه يې ټوټه ټوټه کړل. د هغۀ په نسبت هغه ډېر کمزورے وو چې د هغۀ مقابله يې کړے وے، چېلى هغه لاندې په زمکه راوغورزولو او د پښو لاندې يې کړو، او چا هم هغه ګډ د هغۀ د زور نه بچ کولے نۀ شو. 8چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو. 9په هغې کښې د يو ښکر نه بل راووتلو، چې په شروع کښې ورکوټے وو خو هغه د جنوب او مشرق طرف ته او د اِسرائيل د ښائسته مُلک طرف ته اوږد او طاقتور شو. 10دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل. 11هغۀ خپل ځان د آسمانى لښکرو د شهزاده په شان دومره اوچت وګڼلو، او هغۀ ته د روزانه قربانۍ پېش کول يې ختم کړل او د مالِک خُدائ کور يې پليت کړو. 12ځکه د سرکشۍ په وجه، آسمانى لښکرې او روزمره قربانى د ښکر قدرت ته ورکړے شُو. او هغه د هر کار په کولو کښې کامياب شو او حقيقت زمکې ته وغورزولے شو. 13نو بيا ما واورېدل چې يوې مقدسې فرښتې خبرې کولې او بلې مقدسې فرښتې ورته وفرمائيل چې، ”دا کارونه به ترڅو پورې جارى وى کوم چې په رويا کښې وليدلے شُو؟ ترڅو پورې به دا ګناه د روزمره قربانۍ په بدله کښې کيږى؟ ترڅو پورې به آسمانى لښکرې او د مالِک خُدائ کور د پښو لاندې کيږى؟“ 14بيا فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا به تر دوه زره او درې سوه ماښامونو او سحرونو پورې وخت واخلى، او د هغې نه وروستو به د مالِک خُدائ کور دوباره مقدس کړے شى.“
حضرت جبرائيل د حضرت دانيال د رويا تعبيرول
15کله چې ما دانيال دا رويا کتله او په دې د پوهېدلو کوشش مې کولو، نو زما په وړاندې څوک ودرېدو چې لکه د انسان غوندې ښکارېدو. 16او ما د اولائى نِهر د غاړې نه د يو سړى آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”اے جبرائيله، دې سړى ته د دې رويا مطلب ووايه.“ 17کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“ 18کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بېهوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم. 19بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ د دې دپاره راغلم چې تا ته ووايم چې وروستو د غضب په وخت کښې به څۀ وشى، ځکه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے. 20کوم د دوو ښکرو ګډ چې تا وليدو دا د مادى او فارس د بادشاهانو نمائندګى کوى. 21دا وېښتو والا چېلے د يونان بادشاه دے، او هغه د سترګو په مينځ کښې لوئ ښکر اولنے بادشاه دے. 22هغه څلور ښکرونه کوم چې د هغۀ يو مات شوى ښکر په ځائ راوتلو د دې مطلب دا دے چې د اول بادشاهۍ نه به څلور نورې بادشاهۍ جوړې شى خو يو به هم دومره زور طاقت نۀ لرى. 23د دوئ د بادشاهۍ په آخرى ورځو کښې کله چې د دې سرکشى او بدکارى آخرى حد ته ورسيږى، نو يو ظالم او ماهر مکار بادشاه به راوچت شى. 24هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى. 25د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت. 26د ماښامونو او سحرونو د قربانيانو کومه رويا چې تا ته ښودلے شوې ده هغه حقيقى ده، خو دا رويا پټه وساته، ځکه چې دا د ډېر لرې مستقبل په حقله ده.“ 27زۀ دانيال، ډيرې ورځې خفه او بيمار وم. بيا زۀ پاڅېدم او د بادشاه کارونو له واپس لاړم. زۀ د دې رويا په وجه خفه وم، دا د پوهې نه بهر وه.