YouVersion Logo
Search Icon

دانيال 5

5
پينځم باب
د بيلشضر مېلمستيا
1يوه ورځ بيلشضر بادشاه يوه لويه مېلمستيا تياره کړه او د خپلو آفسرانو نه يې زر کسان راوغوښتل او د هغوئ سره يې يوځائ مے وڅښل. 2کله چې بيلشضر خپل مے څښل، نو هغۀ حکم وکړو چې هغه د سرو زرو او سپينو زرو جامونه او پيالۍ راوړئ کومې چې د هغۀ پلار نبوکدنضر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه راوړې وې، چې بادشاه او د هغۀ آفسران، د هغۀ ښځې او د هغۀ وينځې په کښې مے وڅښى. 3نو بيا هغوئ د سرو زرو جامونه او پيالۍ راوړې کومې چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه راوړلے شوې وې، او بادشاه او د هغۀ آفسرانو، د هغۀ ښځو او د هغۀ وينځو په هغو کښې وڅښل. 4کله چې هغوئ مے څښل، نو بيا هغوئ د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنو، د لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو. 5او ناګهانه د انسان د لاس ګوتې راښکاره شوې او د شاهى محل د دېوال په پلستر باندې د شمعدان سره نزدې ليکل وکړل. کله چې هغه لاس ليکل کول نو بادشاه په خپله هغه وليدلو. 6د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو. 7نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“ 8نو بيا د بادشاه ټول هوښياران راغلل، خو هغوئ هغه ليکل ونۀ شُو لوستلے او نۀ يې بادشاه ته دا وئيلے شُو چې د دې څۀ مطلب دے. 9نو بيا بيلشضر بادشاه نور هم يرې واخستو او د هغۀ رنګ نور هم زېړ شو. او د هغۀ ټول آفسران هم پرېشانه شول. 10خو کله چې د بادشاه مور د بادشاه او د هغۀ د مشيرانو شور شرابه واورېده، نو هغه د مېلمنو هال ته راننوتله. هغې ووئيل چې، ”اے بادشاه سلامت تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. مۀ وارخطا کېږه، ډېر مۀ زېړېږه. 11ستا په بادشاهۍ کښې يو سړے دے چې په هغۀ کښې د پاکو معبودانو روح دے. ستا د پلار په زمانه کښې په هغۀ کښې د معبودانو په شان عقل، حکمت او پوهه ښکاره شوه. نبوکدنضر بادشاه ستا پلار هغه د جادوګرو، فالګرو، نجوميانو او پېشګويانو والا مشر مقرر کړے وو. 12دا سړے دانيال، چا ته چې بادشاه بيلطشضر نوم ورکړو، بې‌شانه قابليت او پوهه لرى، او هغه د خوبونو په تعبير، د مشکلو دوڼو په حل کولو او د راز په خبرو څرګندولو کښې تکړه او ماهِر دے. نو دانيال راوغواړه، هغه به درته ووائى چې د دې ليکلو مطلب څۀ دے.“
د حضرت دانيال د هغه ليکلو وضاحت کول
13نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟ 14ما اورېدلى دى چې په تا کښې د خُدايانو علم دے، او ستا عقل، پوهه او خاص حِکمت ډېر لوئ دے. 15زما په وړاندې هوښياران او جادوګران راوستلے شوى وُو چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او ما ته يې مطلب بيان کړى، خو هغوئ د دې مطلب بيان نۀ کړے شو. 16خو اوس ما دا اورېدلى دى چې تۀ تعبير ورکولے شې او مشکلې مسئلې حل کولے شې. کۀ تۀ دا ليکل لوستلے شې او ما ته د دې مطلب بيانولے شې، نو ستا د عزت دپاره به تا ته کاسنى شاهى چُوغه درواغوستلے شى او ستا په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به درته درېم لوئ مقام درکړے شى.“ 17نو دانيال بادشاه ته جواب ورکړو، ”قربان تحفې دې بل چا له ورکړه او يا يې ځان سره کړه. خو بيا به هم زۀ دا ليکل بادشاه ته ولولم او هغۀ ته به يې مطلب بيان کړم. 18اے بادشاه سلامت، خُدائ تعالىٰ ستا پلار نبوکدنضر ته بادشاهت، لويوالے، جلال او شان و شوکت ورکړى وُو. 19هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو. 20خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو. 21هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى. 22خو تا د هغۀ زويه بيلشضره، خپل ځان د هغۀ په وړاندې عاجز نۀ کړے شو، باوجود د دې چې تۀ په دې هر څۀ باندې خبر وې. 23بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى. 24نو په دې وجه خُدائ پاک لاس راولېږلو کوم چې دا پېغام وليکلو. 25دا هغه پېغام دے کوم چې ليکلے شوے وو، منې، منې تقيل، فرسين. 26د دې الفاظو مطلب دا دے. منې، د دې مطلب دے شمېر، خُدائ پاک ستا د بادشاهۍ ورځې شمېرلې دى او هغه يې ختمې کړې دى. 27تقيل، مطلب دے وزن، تۀ په تله باندې وتللے شوې او په وزن ډېر سپک وختلې. 28د فرسين، معنىٰ دا ده چې تقسيم، ستا بادشاهى تقسيم شوې ده او هغه ميديانو او فارسيانو ته ورکړے شوې ده.“ 29نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو. 30نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو، 31داريوس ميدى چې د دوو شپيتو کالو وو نو بادشاهى يې ونيوله.

Currently Selected:

دانيال 5: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in