YouVersion Logo
Search Icon

عاموس 2

2
دوېم باب
1مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل. 2نو زۀ به په موآب اور نازل کړم، دا به د قريوت قلعه ګانې وسوزوى. څنګه چې د جنګ لويه اله ګوله شى او بيګل وغږيږى نو موآب به د جنګ په تاو کښې هلاک شى. 3زۀ به د موآب بادشاه سره د هغۀ د آفسرانو تباه کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. 4مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د يهوداه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ شريعت رد کړو او د هغۀ په حُکمونو يې عمل ونۀ کړو. ځکه چې هغوئ د دروغو خُدايانو بې‌لارې کړل، هغه خُدايانو چې د دوئ پلار نيکونو يې پيروى کوله. 5نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“
د بنى اِسرائيلو عدالت
6مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى. 7هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى. 8هغوئ د هرې قربان‌ګاه په خوا کښې په هغه کپړو کښې چې په ضمانت کښې اخستے شوې وى څملى. د خپل خُدائ په کور کښې هغوئ په هغه پېسو مے څښى چې د بې‌اِنصافۍ د جرمانې په طور اخستلے شوې دى. 9خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل. 10هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ. 11هم ما ستاسو ځينې زامن پېغمبران جوړ کړل او څۀ ځوانان مې د خِدمت دپاره د نذير په حيثيت وقف کړل. ولې دا رښتيا نۀ دى زما خلقو بنى اِسرائيلو؟“ مالِک خُدائ داسې فرمائى. 12”خو تاسو د نذير په حيثيت په وقف شوو خِدمت کوونکو مے وڅښل او د هغوئ قَسم مو مات کړو او پېغمبرانو ته مو حکم وکړو چې، پېشګويانې مۀ کوئ. 13نو بيا، زۀ به تاسو داسې دباؤ کړم لکه څنګه چې د غلې نه ډکه ګاډۍ دباؤ وى. 14نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى. 15نۀ به غشى ويشتونکى، نۀ به تېزه منډه وهونکى او نۀ به په آس سوارۀ خپل ژوند بچ کړے شى. 16په هغه ورځ به تکړه فوجيان هم بربنډ وتښتى،“ مالِک خُدائ فرمائى.

Currently Selected:

عاموس 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in