YouVersion Logo
Search Icon

عاموس 1

1
اول باب
1د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو. 2هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“
د بنى اِسرائيلو په ګاونډيانو د مالِک خُدائ عدالت
3مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى. 4نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِن‌حدد قلعه ګانې وسوزوى. 5زۀ به د دمشق دروازې ماتې کړم او د آون د وادۍ بادشاه چې په تخت ناست دے به ووژنم، زۀ به د بيت‌عدن بادشاه تباه کړم. د آرام خلق به د قير مُلک ته جلاوطن شى،“ مالِک خُدائ داسې فرمائى. 6مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه، 7نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى. 8زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے. 9مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه. 10نو زۀ به د صور په دېوالونو اور رانازل کړم او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى.“ 11مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده. 12نو زۀ به په تيمان اور نازل کړم او دا به د بُصره قلعه ګانې تباه کړى.“ 13مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى. 14نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى. 15د هغوئ بادشاه به خپلو آفسرانو سره يو ځائ جلاوطن شى،“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.

Currently Selected:

عاموس 1: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in