YouVersion Logo
Search Icon

اعمال 26

26
شپږويشتم باب
د پولوس رسول د اګريپا بادشاه په وړاندې خپله صفائى پېش کول
1بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“
بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې، 2”اے اګريپا بادشاه. زۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چې ستا په وړاندې ولاړ يم او د خپل ځان په حقله د هغه ټولو اِلزامونو صفائى پېش کوم چې يهوديانو راباندې لګولى دى. 3او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره. 4زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے. 5دوئ ما د ډېر وخت نه پېژنى او کۀ غواړى نو دا تپوس هم کولے شى چې زۀ يو فريسى يم کومه چې زمونږ د مذهب د ټولو نه سخته فرقه ده. 6او اوس زۀ د هغه وعدې په اُميد دلته د فېصلې دپاره ولاړ يم کومه چې زمونږ د پلار نيکونو سره خُدائ پاک کړې وه. 7بلکې زمونږ دولس قبيلې د هغې وعدې د پوره کېدو په طمع کښې شپه او ورځ پوره په جوش او جذبې سره عبادت کوى. اے بادشاه سلامته، هم په دې وجه يهوديان په ما اِلزامونه لګوى. 8نو دا خلق ولې دا خبره ناممکنه ګڼى چې خُدائ پاک مړى بيا راژوندى کوى؟ 9خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم. 10او په يروشلم کښې ما هم دغه شان وکړل، د مشرانو اِمامانو په واک او اختيار مې ډېر مقدسين قېدخانو ته واچول او کله چې به په هغوئ د مرګ فتوىٰ لګېدله نو زما رائ به هم ورسره وه. 11ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.
د پولوس رسول د ايمان راوړلو بيان
12دغسې په دې سوچ سره زۀ د مشرانو اِمامانو په اختيار او حکم د دمشق په سفر روان وم. 13نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده. 14کله چې مونږ ټول په زمکه پرېوتلو نو ما په عبرانۍ ژبه کښې يو آواز واورېدلو چې ما ته يې داسې ووئيل چې، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ موږى ته لته ورکول به تا ته ګران پرېوځى.“ 15ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. 16خو اوس پاڅه، او نېغ په خپلو پښو ودرېږه. زۀ د دې دپاره تا ته ښکاره شوم چې تا خپل خِدمتګار او ګواه مقرر کړم. او چې دُنيا ته تۀ د دې څيزونو ګواهى ورکړې کوم چې تا وليدل او څۀ چې به وروستو زۀ تا ته ښکاره کړم. 17زۀ به تا د خپلو خلقو او د غېر‌يهوديانو نه بچ کړم، چا ته چې زۀ تا لېږم 18چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
د پولوس رسول د يهوديانو او د غېر‌يهوديانو په وړاندې ګواهى ورکول
19نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم. 20زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېر‌يهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى. 21په دغه وجه يهوديانو زۀ د خُدائ په کور کښې ونيولم او زما د وژلو کوشش يې وکړو. 22خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم، 23يعنې دا چې مسيح به ضرور سختې وزغمى او هغه به د مړو نه اول بيا راژوندے شى، او په داسې کولو سره به هغه زمونږ خلقو او غېر‌يهوديانو دواړو ته د رڼا اِعلان وکړى.“
د پولوس رسول اګريپا ته د ايمان راوړلو اپيل
24لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“ 25خو پولوس ووئيل چې، ”اے معزز فِستوسه، زۀ ليونے نۀ يم، څۀ چې زۀ وايم هغه د اعتماد قابل او رښتيا دى. 26بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده. 27نو اے اګريپا بادشاه، ولې تۀ په نبيانو ايمان ساتې؟ ما ته پته ده چې ستا په هغوئ ايمان شته.“ 28اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”په لږ وخت کښې به تۀ ما قائل کړې چې عيسائى شم؟“ 29پولوس جواب ورکړو چې، ”زر يا وروستو، زۀ د خُدايه دا دُعا کوم چې نۀ يواځې تۀ بلکې هغوئ ټول چې نن زما خبرې اورى، هغوئ دې بغېر د زولنو نه زما په شان شى.“ 30بيا بادشاه او هغۀ سره ګورنر، او بِرنيکى او څوک چې ورسره ناست وو هغوئ پاڅېدل. 31او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“ 32خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”کۀ دې سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دے آزادېدے شو.“

Currently Selected:

اعمال 26: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in