25
پينځويشتم باب
د پولوس رسول قيصر ته اپيل
1قيصريه صوبې ته د رسېدو نه درې ورځې پس فِستوس ګورنر يروشلم ته لاړو. 2هلته ورته مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو د پولوس خلاف مقدمه پېش کړه. 3او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو. 4فِستوس په جواب کښې ووئيل چې، ”پولوس په قيصريه کښې قېدخانه کښې دے، او زۀ په خپله هلته زر ورروان يم. 5نو ستاسو څۀ مشران دې راسره لاړ شى او کۀ د هغۀ خلاف څۀ غلطى ثابته شى نو دعوىٰ دې پرې وکړى.“ 6هغه هغوئ سره د لس اتۀ ورځو نه زيات پاتې نۀ شو، بيا هغه قيصريه ته لاړو او په بله ورځ په عدالت کښې په خپله کُرسۍ کښېناستو او د پولوس د حاضرولو حکم يې وکړو. 7کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول. 8خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“ 9خو فِستوس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره د پولوس نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ يروشلم ته تلل غواړې چې هلته په دې مقدمه کښې زما په وړاندې پېش شې؟“ 10خو پولوس ووئيل چې، ”نه، زۀ د قيصر په عدالت کښې ولاړ يم او زما مقدمه دې هم دلته پېش کړے شى. او تا ته دا ښۀ پته ده چې ما خو د يهوديانو خلاف هيڅ جرم نۀ دے کړے. 11کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“ 12بيا فِستوس د خپلو مشرانو سره د مشورې نه پس پولوس ته جواب ورکړو چې، ”تا قيصر ته اپيل کړے دے، نو تۀ به قيصر ته لاړ شې.“
د فِستوس د اګريپا بادشاه سره مشوره کول
13د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى. 14هغوئ هلته ډيرې ورځې پاتې شول نو فِستوس د پولوس مقدمه بادشاه ته وړاندې کړه او وې وئيل چې، ”مونږ سره يو سړے دے چې فِليکس په قېدخانه کښې پرېښے دے. 15کله چې زۀ په يروشلم کښې وم نو مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو ما ته د هغۀ په حقله اِطلاع راکړه او د هغۀ خلاف يې د سزا د حکم کولو سوال وکړو. 16ما هغوئ ته جواب ورکړو چې دا د روميانو دستور نۀ دے چې مجرم د هغۀ مدعيانو ته وسپارى ترڅو چې مجرم ته د مدعيانو په مخامخ د صفائى پېش کولو موقع ورنۀ کړى. 17نو کله چې هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما وخت ضائع نۀ کړو او په بله ورځ په عدالت کښې کښېناستم او د هغه سړى د حاضرېدو حکم مې وکړو. 18کله چې د هغۀ مخالفين خبرو ته پاڅېدل نو هغوئ داسې اِلزام پېش کړو چې زما په خيال خاطر کښې ترې نه طمع هم نۀ وه. 19خو د هغې په ځائ هغوئ خپل دينى بحث شروع کړو او د دوئ اختلاف په دې خبره وو چې يو مړ کس دے چې نوم يې عيسىٰ دے، خو د پولوس وينا دا ده چې هغه مړ نۀ دے، ژوندے دے. 20خو کله چې زۀ د دې مسئلې په حل پوهه نۀ شوم نو ما ورته دا ووئيل چې کۀ تۀ غواړې چې يروشلم ته لاړ شې او هلته ستا مقدمه پېش کړے شى. 21خو پولوس اپيل وکړو چې هغه دې د قيصر د فېصلې دپاره دلته وساتلے شى، نو ما حکم وکړو چې تر هغې دې هغه دلته وساتلے شى ترڅو چې يې زۀ قيصر ته ولېږم.“ 22بيا اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”زۀ د دې سړى خبرې په خپله اورېدل غواړم،“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”سبا به تۀ د هغۀ خبرې واورې.“ 23نو په بله ورځ اګريپا او بِرنيکى په شان او شوکت سره عام دربار ته راننوتل چې ورسره لوئ آفسران او د ښار خاص مشران وُو. بيا فِستوس د هغۀ د پېشۍ حکم وکړو او پولوس دننه حاضر کړے شو. 24بيا فِستوس ووئيل چې، ”اے اګريپا بادشاه او مونږ سره موجودو ټولو حاضرينو، تاسو دا سړے وينئ د چا په حقله چې ټولو يهوديانو دلته او په يروشلم کښې ما ته خواست کړے دے او دا چغې يې وهلې چې دے نور د ژوندى پاتې کېدو قابل نۀ دے. 25خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه. 26خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم. 27ځکه چې ما ته دا نامناسب ښکارى چې د يو قېدى خلاف څۀ ښکاره جرم نۀ وى او هغه بادشاه ته ولېږلے شى.“