YouVersion Logo
Search Icon

دوېم بادشاهان 2

2
دوېم باب
د الياس آسمان ته خېژولے کېدل
1هغه وخت راغلو چې مالِک خُدائ الياس په يو زورَور باد کښې بره آسمان ته وخېژوى. الياس او اليشع د جِلجال نه روان شول، 2او په لار کښې الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې بيت‌ايل ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ بيت‌ايل ته روان وُو. 3د پېغمبرانو يوه ډله د بيت‌ايل نه راووتله، اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو دا خبره مۀ کوئ.“ 4بيا الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس تۀ دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې يريحو ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ سره او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به ستا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ يريحو ته لاړل. 5د پېغمبرانو يوه ډله چې هلته اوسېده اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه ستا نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو ښۀ به دا وى چې تاسو ونۀ وايئ.“ 6نو الياس اليشع ته وفرمائيل، ”دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې د اُردن سيند ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم خورم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ دواړه روان شول، 7او پنځوس پېغمبران ورپسې لاړل. الياس او اليشع د اُردن سيند سره ودرېدل او هغه پنځوس پېغمبران ترې نه لږ لرې ودرېدل. 8بيا الياس خپله چُوغه وويستله، راغونډه يې کړه او سيند يې ورباندې ووهلو، اوبۀ په دوه حِصو کښې تقسيم شوې او هغه او اليشع په اوچه زمکه باندې د سيند نه پورې وتل. 9هلته، الياس اليشع ته وفرمائيل، ”د هغې نه مخکښې چې زۀ ستا نه بوتلے شم ما ته ووايه چې زۀ ستا دپاره څۀ وکړم.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما له دې ستا د روح يو په دوه برخه راکړے شى.“ 10الياس ورته وفرمائيل، ”تا يو مشکل څيز غوښتے دے، خو چې کله زۀ ستا نه جدا کړے شم او تۀ مې په ختلو ووينې نو دا به تا ته مِلاو شى، خو کۀ تۀ مې ونۀ وينې، نو دا به تا ته نۀ ملاويږى.“ 11کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو. 12اليشع دا وليدل او الياس ته يې چغه کړه، ”زما پلاره، زما پلاره. ګوره، د اِسرائيل جنګى ګاډو او په دې سوارو کسانو زما نېک يوړو.“ او چې څنګه هغه د نظر نه پناه شو، نو اليشع د غم نه خپلې جامې وشلولې. 13بيا هغۀ د الياس هغه چُوغه راواخستله چې کومه د الياس نه غورزېدلې وه او واپس لاړو او د اُردن په غاړه باندې ودرېدو. 14هغۀ د الياس په چُوغه باندې اوبۀ ووهلې او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ، د الياس خُدائ پاک چرته دے؟“ نو هغۀ اوبۀ بيا ووهلې او اوبۀ تقسيم شوې او هغه بل خوا پورې وتو. 15د يريحو پنځوسو پېغمبرانو هغه وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”د الياس روح د اليشع سره دے.“ هغوئ د هغۀ سره مِلاوېدو له لاړل، د هغۀ په مخکښې زمکې ته د عزت نه ټيټ شول 16او ورته يې ووئيل، ”دلته مونږ پنځوس سړى يُو چې ټول تکړه يُو. راځئ چې لاړ شُو او ستا نېک ولټوُو. کېدے شى چې د مالِک خُدائ روح هغه وړے وى او چرته په غر يا وادۍ کښې يې پرېښے وى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”تاسو به نۀ ځئ.“ 17خو هغوئ بيا بيا ووئيل نو هغۀ پرېښودل چې لاړ شى. هغه پنځوسو کسانو درې ورځې لټون وکړو خو هغه يې ونۀ موندلو. 18کله چې هغوئ راواپس شول نو اليشع تر اوسه پورې په يريحو کښې وو. اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”ما تاسو ته وئيلى نۀ وُو څۀ چې مۀ ځئ؟“
د اليشع معجزې
19د يريحو څۀ سړى اليشع له لاړل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، تا ته پته ده چې دا يو ښۀ ښار دے، خو اوبۀ يې ښې نۀ دى او زمکه يې شاړه ده.“ 20نو هغۀ حُکم وکړو چې، ”په يو نوى لوښى کښې لږه مالګه واچوئ او ما له يې راوړئ.“ نو هغوئ ورله مالګه راوړه، 21او هغه چينې ته لاړو او مالګه يې په اوبو کښې واچوله او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، زۀ دا اوبۀ صفا کوم، نو نور څوک به نۀ مرى او زمکه به شاړه نۀ وى.“ 22او هغه اوبۀ تر اوسه پورې صفا دى، لکه څنګه چې اليشع فرمائيلى وُو چې داسې به وى. 23اليشع د يريحو نه روان شو چې بيت‌ايل ته لاړ شى او په لار کښې څۀ هلکان د ښار نه راووتل او په هغۀ پورې يې ټوقې کولې. هغوئ چغې وهلې، ”د دې ځائ نه لاړ شه ګنجيه.“ 24اليشع راوګرځېدو، هلکانو ته يې وکتل او د مالِک خُدائ په نوم يې په هغوئ لعنت ووئيلو. نو د ځنګل نه دوه مېلوګانې راووتلې او دوه څلوېښت هلکان يې ټوټې ټوټې کړل. 25اليشع د کرمل غر ته روان وو او وروستو سامريه ته راواپس شو.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy