YouVersion Logo
Search Icon

دوېم بادشاهان 1

1
اول باب
د الياس د اخزياه بادشاه سره مخالفت
1د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب د مرګ نه پس، د موآب مُلک د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو. 2په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعل‌زبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه. 3خو د مالِک خُدائ يوې فرښتې الياس ته حُکم وکړو، چې هغه د تِشبى پېغمبر وو، چې دے لاړ شى او د سامريه اخزياه بادشاه پېغام وړونکو سره مِلاو شى او تپوس ترې نه وکړى چې، ”تاسو د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره مشورې له ولې روان يئ؟ ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ 4بادشاه ته ووايئ چې، مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او خامخا به مړ شې.“ الياس د مالِک خُدائ په حُکم عمل وکړو، 5او پېغام وړُونکى بادشاه ته راواپس شول. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې واپس راغلئ؟“ 6هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ يو سړى سره مِلاو شُو او هغۀ مونږ ته ووئيل چې واپس لاړ شئ او بادشاه نه تپوس وکړئ چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره د مشورې دپاره پېغام وړُونکى ولې لېږلى دى؟ ځکه چې ستا خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او مړ به شې.“ 7بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه سړے څنګه ښکارېدو؟“ 8هغوئ ورته ووئيل، ”د هغه سړى په وجود ډېر وېښتۀ وُو چې د څرمنې په پټۍ باندې يې ملا تړلې وه.“ بادشاه ووئيل، ”هغه د تِشبى الياس دے.“ 9بيا هغۀ د پنځوسو سړو سره يو آفسر ولېږلو چې الياس راولى. آفسر الياس پېدا کړو چې په يو غر باندې ناست وو او ورته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره. بادشاه تا له حُکم درکوى چې لاندې راشه.“ 10الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راشى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل. 11بادشاه د پنځوسو سړو سره يو بل آفسر ورولېږلو چې هغه وروختلو او الياس ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، بادشاه تا له حُکم درکوى چې فوراً لاندې راکوز شه.“ 12الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راکوز شى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل. 13بادشاه يو ځل بيا د پنځوسو سړو سره يو آفسر ورولېږلو. هغه غرۀ ته وختلو، هغه د الياس په مخکښې ټيټ شو او سوال زارى يې ورته وکړه چې، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، په ما او زما په سړو باندې رحم وکړه. زمونږ ژوند بچ کړه. 14هغه نور دوه آفسران او د هغوئ سړى په آسمانى اور باندې وژلے شوى دى، خو په ما باندې رحم وکړه.“ 15د مالِک خُدائ فرښتې الياس ته وفرمائيل، ”هغۀ سره لاړ شه او يرېږه مه.“ نو الياس د هغه آفسر سره بادشاه له لاړو 16او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تا ولې د عقرون خُدائ بعل‌زبوب نه تپوس دپاره پېغام وړُونکى لېږلى وُو؟ ستا څۀ خيال وو چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به روغ نۀ شې، او خامخا به مړ شې.“ 17لکه څنګه چې مالِک خُدائ د الياس په ذريعه فرمائيلى وُو، اخزياه مړ شو. د اخزياه زامن نۀ وُو، نو د يهوداه بادشاه د يهوسفط زوئ يهورام د بادشاهۍ په دوېم کال د اخزياه ورور يورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. 18اخزياه بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy