YouVersion Logo
Search Icon

دوېم کورنتيان 2

2
دوېم باب
1نو ما په خپل زړۀ کښې دا اراده وکړه چې تاسو ته د بل غم درکولو په وجه نۀ درځم. 2ځکه کۀ چرې زۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى، بغېر د هغوئ نه څوک چې زما په وجه غمژن شوى دى. 3او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله زۀ درشم چې زۀ د هغوئ نه غمژن نۀ شم چا ته چې په کار دى چې ما خوشحاله کړى، ځکه چې زما په تاسو ټولو باور دے چې زما خوشحالى به ستاسو د ټولو خوشحالى وى. 4ما د ډېر مصيبت او د خفګان په حالت کښې په ډېرو اوښکو سره دا ځکه تاسو ته وليکل د دې دپاره نه چې تاسو دې غمژن شئ بلکې د دې دپاره چې تاسو ته د هغه بې‌حده مينې پته ولګى، کومه چې زما تاسو سره ده.
قصوروار ته معافى ورکول
5زۀ دا خبره اوږدول نۀ غواړم، خو کۀ چا ما له تکليف راکړو نو دا يې صرف ما له نه بلکې تاسو ټولو له يې درکړو. 6د داسې سړى دپاره دغه سزا کافى ده کومه چې هغۀ د ډېرو خلقو نه وموندله. 7نو اوس د دې په ځائ تاسو ته په کار دى چې د هغۀ قصور معاف کړئ او تسلى ورکړئ هسې نه چې هغه د ډيرې پرېشانۍ په وجه غرق شى. 8نو د دې دپاره زۀ تاسو ته خواست کوم چې هغۀ ته خپله مينه بيا ښکاره کړئ. 9ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه. 10هر څوک چې تاسو معاف کوئ هغه زۀ هم معاف کوم، ځکه څۀ چې ما معاف کړل دا ما ستاسو دپاره د مسيح په اختيار معاف کړل، 11او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو.
په ترواس ښار کښې د پولوس اندېښنه
12کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه، 13خو زما روح آرام ونۀ موندو ځکه چې ما خپل ورور تيطوس هلته ونۀ ليدلو، نو د هغوئ نه مې رُخصت راواخستو او مِکدونيه ته لاړم. 14خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو. 15مونږ د هر هغه چا دپاره چې خلاصون مومى او يا هلاک کيږى د خُدائ پاک دپاره د مسيح خوشبوئى يُو. 16مونږ هغوئ ته څوک چې مړۀ کيږى د هلاکېدو بوئ يُو او هغوئ څوک چې ژوندى کيږى ورته د ژوندون بوئ يُو. او دغه شان کار څوک کولے شى؟ 17ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy