YouVersion Logo
Search Icon

دوېم کورنتيان 1

1
اول باب
سلام
1د پولوس د طرفه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ ورور تيموتيوس د طرفه د خُدائ پاک هغه جماعت په نوم کوم چې په کورنتوس کښې دے او ورسره د ټولو اخيه د مقدسينو په نوم، 2زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.
د پولوس د تکليف نه وروستو د خُدائ پاک شُکر ګزارى
3زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے. 4هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده. 5د مسيح په وجه چې د څومره ډېرو تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو ورسره خُدائ پاک په مسيح کښې زمونږ تسلى هم زياتوى. 6کۀ مونږ د څۀ قسم مصيبتونو سره مخامخ کيږُو نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره او کۀ مونږ تسلى مومو نو دا ستاسو د تسلۍ دپاره دى چې تاسو هم هغه تکليفونه په صبر سره تېر کړئ کوم تکليفونه چې مونږه هم تېروو. 7او زمونږ اُميد ستاسو په حقله ډېر کلک دے ځکه چې مونږ په دې پوهه يُو چې څنګه چې تاسو زمونږ په تکليفونو کښې شريک يئ، نو هم دغه شان تاسو زمونږ په تسلۍ کښې هم شريک يئ. 8اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو. 9نو په حقيقت کښې مونږ خپل مرګ په خپلو سترګو وليدلو. خو مونږ بيا د خپل ځان په ځائ په هغه خُدائ پاک بهروسه وکړه څوک چې مړى راژوندى کوى. 10خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى. 11او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.
د پولوس د ملاقات اراده بدلول
12دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه. 13مونږ تاسو ته صفا خبره ليکُو په هغې کښې څۀ داسې ليکل نشته چې تاسو يې لوستلے نۀ شئ او يا پرې نۀ پوهېږئ، او زما اُميد دے چې يوه ورځ به تاسو پرې پوره پوهه شئ. 14خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو. 15د کله نه چې زۀ ستاسو د پوهې او ايمان نه مطمئن وم نو ما غوښتل چې اول تاسو سره ملاقات وکړم د دې دپاره چې زما په دوباره درتلو سره ستا يو په دوه فائده وشى. 16ما غوښتل چې د مِکدونيه په لار زۀ تاسو سره مِلاو شم او په واپسۍ کښې تاسو له راشم او تاسو به مې يهوديه ته رُخصت کړئ. 17تاسو ما ته دا ووايئ چې ګنې ما خپله منصوبه داسې جوړه کړې وه څۀ؟ لکه د دُنياوى خلقو په شان په يوه اراده نۀ وى چې په يوه لحظه کښې ”آو“ او په بله لحظه ”نه“ وائى؟ 18څنګه چې خُدائ پاک رښتينے دے دغه شان زمونږ خبره تاسو سره پخه ده، يعنې دا چې ”آو“ په ځائ ”آو“ او د ”نه“ په ځائ ”نه.“ 19ځکه چې د خُدائ پاک زوئ عيسىٰ مسيح د چا زيرے چې مونږ، يعنې ما او سيلوانوس او تيموتيوس، په تاسو کښې خور کړے دے، په هغۀ کښې داسې خبرې نشته چې ”آو“ وکړى او بيا وائى ”نه“ بلکې هغه په خپله خبره کلک ولاړ وى. 20ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ټولې وعدې ”آو“ دى، او هم دغه وجه ده چې د هغۀ په وسيله مونږ د خُدائ پاک جلال ته ”آمين“ وايو. 21خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو. 22هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو. 23خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم. 24زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy