YouVersion Logo
Search Icon

اول تيموتيوس 1

1
اول باب
دُعا او سلام
1د پولوس د طرف نه خط چې د خلاصوونکى خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حکم څوک چې مونږ له اُميد راکوى، د عيسىٰ مسيح رسول دے، 2تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى. 3لکه څنګه چې مِکدونيه ته د تلو په وخت ما په تا زور راوړو چې په اِفِسوس کښې پاتې شه او ځينې کسانو له هدايت ورکړه چې غلط تعليم ورنۀ کړى. 4تاسو خلقو ته ووايئ چې خپل وخت د خپل پلار نيکۀ د دروغژنو نسب‌نامو په قيصو مۀ ضائع کوئ، کوم چې صرف د خلقو په مينځ کښې د بحث مباحثى سبب کيږى. داسې بحثونه د خُدائ په خدمت کولو کښې بې‌فائدې دى، خو دا کارونه په هغه وخت کښې ممکن دى چې تاسو په خُدائ پاک ايمان ساتئ. 5خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى. 6خو ځينى خلقو د دې نه مخ واړولو او ګمراه شول او په عبثو خبرو پسې ګرځېدل 7دوئ غواړى چې د شريعت اُستاذان جوړ شى، خو هغوئ په خپلو خبرو نۀ پوهيږى چې څۀ وائى خو بيا هم ډېر ډاډه لګيا وى. 8مونږ پوهيږو چې شريعت ښۀ دے، خو چې څوک شريعت په قانونى طور استعمال کړى. 9خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بې‌شريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بې‌دينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره، 10د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے. 11دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.
د رحم دپاره شُکر ګزارى
12زۀ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح شُکر کوم چا چې ما له طاقت راکړو او زۀ يې وفاداره وګڼلم او د خپل خِدمت دپاره يې مقرر کړم. 13اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بې‌ايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو. 14او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے. 15دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم. 16او په دې وجه په ما رحم وشو چې په ما وړومبى ګناه ګار کښې عيسىٰ مسيح خپل لوئ صبر څرګند کړى، او زۀ يې د هغه خلقو دپاره مثال وګرځولم څوک چې به په هغۀ د تل ژوندون دپاره ايمان راوړى. 17اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين. 18اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې، 19او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه. 20په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy