خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بېشريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بېدينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره، د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.