YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 2

2
دوېم باب
د حضرت داؤد حضرت سليمان ته وصيت
1کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو، 2”زما وخت پوره دے، تکړه سړے شه او حوصله مضبوطه کړه. 3او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې. 4کۀ تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې فرمائيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه منى. 5د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې‌ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده. 6د خپل عقل نه کار واخله، هغه مۀ پرېږده چې سپين‌ږيرے شى او په خپل مرګ مړ شى. 7خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو. 8په بنيامين کښې د بحوريم ښار د جيرا زوئ سِمعى هم دے. کله چې زۀ محنايم ته تلم نو هغۀ ما ته سختې ښېرې کولې، خو چې کله هغه د اُردن سيند سره ما سره مِلاو شو، نو ما د مالِک خُدائ په نوم د سِمعى سره پوخ لوظ وکړو چې زۀ به هغه نۀ وژنم. 9تر څو چې دې سزا نۀ وى ورکړې چې هغه پرې نۀ ږدې. ځکه چې تۀ د حِکمت خاوند يې او تا ته به پته ولګى چې څۀ کول په کار دى، او تۀ به دا خبره يقينى کوې چې هغه په سخت مرګ مړ شى.“
د حضرت داؤد مرګ
10نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو. 11څلوېښت کاله هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه وو، اووۀ کاله يې په حبرون کښې او درې دېرش کاله يې په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. 12سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه شو او د هغۀ بادشاهى مضبوطه قائمه شوه.
د ادونياه مرګ
13بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بت‌‌سبع له لاړه چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو.“ 14هغۀ بيا دا هم ووئيل، ”زۀ تا ته يو عرض کوم.“ هغې ورته ووئيل، ”څۀ دى، ووايه؟“ 15هغۀ ورته ووئيل، ”تا ته پته ده چې بادشاهى زما حق وو او ټولو بنى اِسرائيلو غوښتل چې زۀ بادشاه جوړ شم. خو خبره بدله شوه او زما ورور بادشاه شو، ځکه چې دا د مالِک خُدائ مرضى وه. 16او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بت‌‌سبع ورته ووئيل، ”ووايه.“ 17هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابى‌شاګ وادۀ کړم.“ 18هغې ورته ووئيل، ”ټيک ده، زۀ به د بادشاه سره ستا دپاره خبره وکړم.“ 19نو بت‌‌سبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ ښى طرف ته هغه پرې کښېنى. 20هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نېکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“ 21هغې ورته ووئيل، ”خپل ورور ادونياه پرېږده چې د ابى‌شاګ سره وادۀ وکړى.“ 22بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ما ته دا څنګه وائې چې ابى‌شاګ ادونياه له ورکړم؟ کېدے شى دا هم راته ووائې چې هغۀ له تخت هم ورکړه، ځکه چې هغه خو زما مشر ورور دے او ابياتار اِمام او يوآب د هغۀ په طرف دى.“ 23بيا سليمان د مالِک خُدائ په نوم يو پوخ لوظ وکړو، ”کۀ ما ادونياه ژوندے پرېښودو نو خُدائ پاک دې ما ووژنى. 24مالِک خُدائ زۀ د خپل پلار داؤد په تخت مقرر کړے او کښېنولے يم، هغۀ خپله وعده پوره کړې ده او ما او زما اولاد له يې بادشاهى راکړې ده. زۀ په مالِک خُدائ قسم کوم چې نن به ادونياه وژلے شى.“ 25نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.
د ابياتار شړل او د يوآب مرګ
26بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“ 27بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په سيلا کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په حقله څۀ فرمائيلى وُو هغه يې رښتيا کړل. 28يوآب په مخکښېنى بغاوت کښې د ابى‌سلوم ملګرتيا نۀ وه کړې، خو د ادونياه د بغاوت ملګرتيا يې کړې وه. کله چې يوآب د ادونياه د مرګ نه خبر شو، نو يوآب د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وتښتېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول. 29کله چې سليمان خبر شو چې يوآب قربان‌ګاه ته تښتېدلے دے نو سليمان يو پېغام وړونکے ورولېږلو چې تپوس ترې نه وکړى چې قربان‌ګاه ته ولې تښتېدلے يې. يوآب ورته ووئيل چې زۀ مالِک خُدائ له ځکه راتښتېدلے يم چې زۀ د سليمان نه يرېدم. نو سليمان بادشاه بناياه ورولېږلو چې يوآب ووژنى. 30بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته لاړو او يوآب ته يې ووئيل، ”بادشاه تا ته حُکم کوى چې بهر راووځه.“ يوآب ورته ووئيل، ”نۀ، زۀ به دلته مرم.“ بناياه واپس بادشاه له لاړو او چې يوآب څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. 31سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې‌ګناه وينه يوآب توئ کړې وه 32او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بې‌ګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو. 33د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د تل دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، خاندان او د هغۀ بادشاهۍ له تل خېر ورکوى.“ 34نو بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې له لاړو او يوآب يې ووژلو او هغه په صحرا کښې د خپل کور سره ښخ کړے شو. 35نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.
د سِمعى مرګ
36نو بادشاه سِمعى راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته په يروشلم کښې د ځان دپاره کور جوړ کړه. په هغې کښې اوسېږه او د دې ښار نه چرته هم مۀ ځه. 37کۀ تۀ کله هم لاړ شې او د قِدرون ولې نه واوړې نو دا پخه خبره ده چې تۀ به خامخا مړ شې او خُون به ستا په خپله غاړه وى.“ 38سِمعى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا ډېره ښۀ خبره وکړه، تۀ چې څۀ غواړې نو زۀ به هم هغه کوم.“ نو هغه تر ډېر وخت پورې په يروشلم کښې اوسېدو. 39درې کاله وروستو، د سِمعى دوه غلامان د جات بادشاه د معکه زوئ اکيس له وتښتېدل. نو چې سِمعى خبر شو چې هغوئ په جات کښې دى، 40نو هغۀ خپل خر کته کړو او په جات کښې اکيس بادشاه له لاړو، چې خپل غلامان ولټوى. هغوئ يې پېدا کړل او واپس يې خپل کور ته راوستل. 41کله چې سليمان خبر شو چې سِمعى څۀ کړى وُو، 42نو سِمعى يې راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا نه ما د مالِک خُدائ په نوم لوظ نۀ وو اخستے چې تۀ به د يروشلم نه نۀ وځې؟ او ما سخت خبردارے درکړو کۀ تا کله هم داسې وکړل نو خامخا به مړ شې. ولې تۀ په دې باندې ما سره راضى شوے نۀ وې څۀ چې زما حُکم به منې؟ 43نو بيا تا ولې د مالِک خُدائ سره خپله وعده ماته کړې ده او زما د حُکم نافرمانى دې کړې ده؟ 44تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى. 45خو هغه به ما له برکت راکړى او د داؤد بادشاهى به د همېشه دپاره په امن کښې کړى.“ 46بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy