YouVersion Logo
Search Icon

اول بادشاهان 1

1
اول باب
د حضرت داؤد بوډاتوب
1داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو. 2خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او تا به ګرم ساتى.“ 3هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابى‌شاګ وو او بادشاه له يې راوستله. 4هغه ډېره ښائسته وه او د بادشاه خِدمت يې کولو او د هغۀ خيال يې ساتلو، خو د ښځې په توګه يې نۀ استعمالوله.
د ادونياه په تخت د کښېناستو دعوىٰ کول
5‏-6چې ابى‌سلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى. 7هغۀ يوآب (چې د هغۀ مور ضروياه وه) او د ابياتار اِمام سره خبره وکړه او هغوئ په دې راضى شول چې د هغۀ د خبرې ملګرتيا وکړى. 8خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو. 9يوه ورځ ادونياه د عين‌راجل چينې سره نزدې، د مار د ګټ سره د ګډانو، غوَيانو او د څربو سخو قربانى پېش کړه. هغۀ د داؤد بادشاه نورو زامنو او د بادشاه وزيرانو او آفسرانو له دعوت ورکړو کوم چې د يهوداه وُو چې د قربانۍ دې مېلمستيا له راشى، 10خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.
د حضرت سليمان بادشاه جوړېدل
11ناتن د سليمان مور بت‌‌سبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے. 12کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم. 13داؤد بادشاه له فوراً لاړه شه او تپوس ترې نه وکړه چې، بادشاه سلامت، تا زما سره دا پوخ لوظ نۀ وو کړے څۀ چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه جوړوې؟ نو دا ادونياه ولې بادشاه شو؟“ 14او ناتن دا هم وفرمائيل، ”چې کله تۀ د داؤد بادشاه سره خبرې کوې، نو زۀ به درشم او ستا ټولې خبرې به رښتيا کړم.“ 15نو بت‌‌سبع د بادشاه مِلاوېدو له د بادشاه کوټې ته ورغله. هغه ډېر بوډا شوے وو او شونيمى ښځې ابى‌شاګ د بادشاه خِدمت کولو. 16بت‌‌سبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“ 17هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم زما سره پوخ لوظ کړے وو چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه وى او ستا په تخت باندې به ناست وى. 18خو ګوره، ادونياه بادشاه شوے دے او صاحِبه، تۀ د دې نه خبر هم نۀ يې. 19هغۀ د ډېرو غوَيانو، ګډو او څربو سخو قربانى پېش کړې ده او هغۀ ستا زامنو، ابياتار اِمام او ستا د لښکر مشر يوآب له د مېلمستيا دعوت ورکړے دے، خو هغۀ ستا زوئ سليمان له دعوت نۀ دے ورکړے. 20بادشاه سلامت، د بنى اِسرائيلو ټول خلق ستا په طمع دى چې هغوئ ته ووائې چې ستا نه پس به څوک بادشاه جوړيږى. 21کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“ 22د هغې خبرې جارى وې چې ناتن محل ته راورسېدو. 23بادشاه خبر شو چې پېغمبر هلته دے، ناتن لاړو او د بادشاه په مخکښې ټيټ شو او پړمخې پرېوتو. 24بيا هغۀ وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تا دا اِعلان کړے دے چې ستا نه پس به ادونياه بادشاه وى؟ 25هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد. 26خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو. 27بادشاه سلامت، تا د دې مېلمستيا اجازت ورکړے دے؟ خپلو وزيرانو او آفسرانو ته دې هم ونۀ وئيل چې ستا نه پس به بادشاه څوک وى؟“ 28داؤد بادشاه وفرمائيل، ”بت‌‌سبع ته ووايئ چې دننه راشى.“ نو راغله او د هغۀ په مخکښې ودرېده. 29بيا هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم، چې هغۀ زۀ د ټولو مصيبتونو نه بچ کړے يم، 30نن به زۀ تا سره هغه لوظ پوره کوم چې ما درسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کړے دے، چې ستا زوئ سليمان به زما نه پس هم نن د بادشاهۍ په تخت کښېنى.“ 31بت‌‌سبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“ 32بيا داؤد بادشاه صدوق اِمام، ناتن پېغمبر او د يهويدع بناياه راغوښتل. کله چې هغوئ دننه راغلل، 33نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما د دربار آفسران د ځان سره بوځئ، زما زوئ سليمان دې زما په قچره باندې سور شى او لاندې د جيحون چينې پورې د هغۀ ملګرتيا وکړئ، 34چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زنده‌باد. 35په هغۀ پسې واپس دلته راشئ چې کله هغه زما په تخت باندې د کښېناستو دپاره راځى. هغه به زما نه پس بادشاه وى، ځکه چې هغه ما خوښ کړے دے چې د اِسرائيل او يهوداه بادشاه شى.“ 36بناياه ورته ووئيل، ”هم داسې به وشى او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې دا خبره يقينى کړى. 37بادشاه سلامت، څنګه چې مالِک خُدائ ستا مل دے نو د سليمان دې هم مل شى او د هغۀ بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره کړى.“ 38نو صدوق، ناتن او بناياه روان شول او د داؤد محافظان يې د ځان سره کړل. سليمان د داؤد بادشاه په قچره سور وو او د جيحون چينې پورې يې د هغۀ ملګرتيا وکړه. 39صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“ 40بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله. 41کله چې ادونياه او د هغۀ ټولو مېلمنو روټۍ ختموله، نو هغوئ شور واورېدو. او کله چې يوآب د بيګل آواز واورېدو نو تپوس يې وکړو، ”په ښار کښې د دې شور څۀ مطلب دے؟“ 42هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“ 43يونتن ورته ووئيل، ”نه، دا خبره نشته داؤد سليمان بادشاه جوړ کړے دے. 44هغۀ صدوق، ناتن، بناياه او شاهى محافظان راوغوښتل چې د هغۀ ملګرتيا وکړى. هغوئ هغه د بادشاه په قچره باندې سور کړو، 45صدوق او ناتن هغه د جيحون چينې سره د بادشاه په توګه مقرر کړو. بيا هغوئ ښار ته لاړل، د خوشحالۍ نه يې دا چغې وهلې چې اوس خلق په جوش کښې دى. دا هغه شور دے چې تۀ يې اورې. 46نو سليمان اوس بادشاه شوے دے او د بادشاهۍ په تخت ناست دے. 47بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو. 48او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“ 49بيا د ادونياه ټول مېلمانۀ ويرېدل، هغوئ پاڅېدل او لاړل، هر يو په خپله مخه لاړو. 50ادونياه چې د سليمان نه سخت په يره کښې وو، هغه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تېز لاړو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول. 51سليمان بادشاه خبر شو چې ادونياه د هغۀ نه ويرېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول او ادونياه وئيل، ”وړومبۍ خبره دا ده چې سليمان بادشاه ما ته قسم وکړى چې هغه به ما نۀ وژنى.“ 52سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“ 53سليمان بادشاه ادونياه راغوښتو او د قربان‌ګاه نه راکوز کړے شو. ادونياه بادشاه له لاړو او د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ کور ته ځان ورسوه.“

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy