YouVersion Logo
Search Icon

اول تواريخ 2

2
دوېم باب
د يهوداه اولاد
1د يعقوب دولس زامن وُو: روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون، 2دان، يوسف، بنيامين، نفتالى، جاد او آشر. 3د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. د هغۀ د کنعانۍ ښځې بت‌سوع نه درې زامن وُو: عير، اونان او سيله. د هغۀ مشر زوئ عير دومره خراب وو چې مالِک خُدائ هغه ووژلو. 4د يهوداه د خپلې اِنږور تامار نه دوه زامن فارص او زارح وُو. نو د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. 5د فارص دوه زامن حصرون او حمول وُو. 6د هغۀ د ورور زارح پينځۀ زامن وُو: زِمرى، ايتان، هيمان، کل‌کُول او دردع. 7د زارح د اولاد نه يو کس د کرمى زوئ عکن په بنى اِسرائيلو باندې ځکه افت راوستلو چې کوم مالِ غنيمت خُدائ پاک ته وقف شوے وو نو په هغې کښې يې خيانت وکړو. 8د ايتان يو زوئ عزرياه وو.
د حضرت داؤد نسب‌نامه
9د حصرون درې زامن يرحمئيل، رام او کلوبى وُو. 10د رام نه تر يَسى پورې نسب‌نامه داسې ده: رام، عمى‌نداب، نحشون چې دا د يهوداه د قبيلې يو مشر سړے وو، 11سلمون، بوعز، 12عوبيد او يَسى. 13د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه، 14نتنى‌ايل، ردى، 15عوضم او داؤد. 16د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابى‌جيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل. 17د هغۀ بلې لور ابى‌جيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.
د حصرون نور اولاد
18د حصرون زوئ کالب عزوبه وادۀ کړه او يوه لور يې ترې نه وشوله چې نوم يې يريعوت وو. د هغې درې زامن وُو: يشر، سوباب او اردون. 19چې کله عزوبه مړه شوه نو کالب اِفراته وادۀ کړه او د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې حُور وو. 20د حُور زوئ اورى وو او د هغۀ نمسے بضلى‌اېل وو. 21کله چې حصرون د شپېتو کالو وو، نو هغۀ د مکير د لور سره وادۀ وکړو، چې د جِلعاد خور وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې سجوب وو، 22او د سجوب يو زوئ وو چې نوم يې يائير وو. يائير د جِلعاد په علاقه کښې په درويشتو ښارونو باندې حکومت کولو. 23خو د جسور او شام حکومتونو هلته شپېتۀ ښارونه فتح کړل، چې په دې کښې د يائير او قنات کلى او د دې نزدې ښارونه شامل وُو. هلته چې څومره خلق اوسېدل هغوئ د مکير اولاد وو. مکير د جِلعاد پلار وو. 24د حصرون د مرګ نه پس، د هغۀ زوئ کالب اِفرات وادۀ کړه، چې د هغۀ د پلار کونډه وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې اشور وو، چې دې د تقوع پلار وو.
د حصرون د زوئ يرحمئيل اولاد
25د حصرون د مشر زوئ يرحمئيل پينځۀ زامن وُو: د ټولو نه مشر رام وو او ورپسې بونه، اورن، عوضم او اخياه وُو. 26‏-27د رام درې زامن وُو: معض، يمين او عيقر. د يرحمئيل يوه بله ښځه وه چې نوم يې عطاره وو او د هغوئ يو زوئ اونام وو. 28د اونام دوه زامن سمى او يدع وُو، د سمى هم دوه زامن ندب او ابيسُور وُو. 29ابيسُور يوه ښځه وکړه چې نوم يې ابى‌خېل وو، د هغوئ دوه زامن اخبان او مولِد وُو. 30د ابيسُور د ورور ندب دوه زامن سلد او افائم وُو، خو د سلد اولاد نۀ وو او مړ شو. 31افائم د يسعى پلار وو، يسعى د سيسان پلار وو او سيسان د اخلى پلار وو. 32د سمى د ورور يدع دوه زامن يتر او يونتن وُو، خو يتر بغېر د زامنو نه مړ شو. 33د يونتن دوه زامن پلت او زازا وُو. دا ټول د يرحمئيل اولاد وو. 34د سيسان زامن نۀ وُو صِرف لوڼه يې وې. د هغۀ يو مِصرے نوکر وو چې نوم يې يرخع وو، 35چې هغۀ له يې خپله يوه لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. د هغوئ يو زوئ وو چې نوم يې عتى وو. 36د عتى نه تر اليسمع پورې نسب‌نامه داسې ده: عتى، ناتن، زاباد، 37افلال، عوبيد، 38ياهُو، عزرياه، 39خلص، اِلعاسه، 40سِسمى، سلوم، 41يقمياه او اليسمع.
د کالب نور اولاد
42د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو. 43د حبرون څلور زامن وُو: قورح، تفوح، رِقم او سمع. 44سمى د رحم پلار او د يُرقعام نيکۀ وو. د سمع ورور رِقم د سمى پلار وو، 45چې سمى د معون پلار وو، او معون د بيت‌صور پلار وو. 46د کالب يوه وينځه وه چې نوم يې عيفه وو او د هغې نه يې درې نور زامن وُو: حاران، موضا او جازز. د حاران هم يو زوئ وو چې نوم يې جازز وو. 47يهدى نومې يو سړے وو چې د هغۀ شپږ زامن وُو: رجم، يوتام، جسان، فِلِط، عيفه او شعف. 48د کالب يوه وينځه معکه هم وه، چې د هغې نه يې دوه زامن وُو، شبر او تِرحنه. 49وروستو يې دوه نور زامن پېدا شول: شعف، چا چې د مدمنه ښار جوړ کړے وو، او سِوا، چا چې د مکبينه او جبعه ښارونه جوړ کړى وُو. د دې نه علاوه د کالب يوه لور وه چې نوم يې عکسه وو. 50دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو. 51د هغۀ دوېم زوئ ساما چا چې د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو او د هغۀ درېم زوئ خارف چا چې د بيت‌جادر ښار جوړ کړے وو. 52سوبل، چا چې د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو، هغه د هرائى د خلقو او د هغه نيمو خلقو پلار نيکۀ وو چې څوک د منوخوت په ښار کښې اوسېدل، 53او کومې قبيلې چې په قِريَت‌يعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو. 54سلما د بيت‌لحم، د نطوفاتى، عطرات‌بيت‌يوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه، 55او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.

Currently Selected:

اول تواريخ 2: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in

YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy