1
اول باب
د حضرت آدم نه تر حضرت اِبراهيم پورې اولاد
1آدم د شيث پلار وو، شيث د انوش پلار وو، انوش د قېنان پلار وو، 2قېنان د محللاېل پلار وو، محللاېل د يارد پلار وو. 3يارد د حنوک پلار وو او حنوک د مِتهوشله پلار وو، مِتهوشله د لمک پلار وو، 4او لمک د نوح پلار وو. د نوح درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. 5دا د يافت اولاد دے: جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. 6د جُمر اولاد: اشکناز، ريفت او تُجرمه. 7د ياوان اولاد: اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. 8دا د حام اولاد دے: کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. 9د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق وُو. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق وُو. 10کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. 11د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، 12فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. 13د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو: حت، 14يبوسى، امورى، جرجاسى، 15حِوى، عرقى، سينى، 16اروادى، صمارى او حماتى. 17دا د شيم اولاد دے: عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مسک وُو. 18ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. 19د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. 20د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، 21هدورام، اُوزال، دِقله، 22عوبال، ابىمائيل، شيبا، 23اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. 24د شيم نه تر ابرام پورې نسبنامه داسې ده: شيم، ارفکسد، سِلح، 25عِبر، فلج، رعو، 26سروګ، نحور، تارح، 27او ابرام چې د اِبراهيم په نوم مشهور وو.
د حضرت اِسمٰعيل اولاد
28د اِبراهيم دوه زامن وُو، اِسحاق او اِسمٰعيل. 29د اِسمٰعيل زامن د دولسو قبيلو مشران شول: نبايوت چې مشر وو، قيدار، ادبئيل، مِبسام، 30مِشماع، دومه، مسا، حدد، تيما، 31يطور، نفيس او قِدمه. 32د اِبراهيم يوه وينځه وه چې نوم يې قطوره وو، چې د هغې نه يې شپږ زامن پېدا شول: زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ. د يُقسان دوه زامن وُو: شيبا او ددان. 33د ميديان پينځۀ زامن وُو: عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا. دا ټول د قطوره اولاد وو.
د عِيسو اولاد
34د اِبراهيم د زوئ اِسحاق زامن عِيسو او يعقوب وُو. 35د عِيسو زامن اليفز، رعواېل، يعوس، يعلام او قورح وُو. 36د اليفز اولاد دا وو: تيمان، اومر، صفو، جعتام، قنز او عماليق. د عماليق مور تمنع وه. 37د رعواېل اولاد نحت، زارح، سمه او مِزه وو.
د ادوم اولنى اوسېدونکى
38-42د ادوم اولنى اوسېدونکى د سعير د دې زامنو اولاد وو: لوطان د حورى او هومام قبيلو پلار نيکۀ وو. د لوطان يوه خور وه چې نوم يې تمنع وو. سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او اونام ډلو پلار نيکۀ وو. د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. عنه د ديسون پلار وو او ديسون د حمران، اشبان، يتران او کِران ډلو پلار نيکۀ وو. ايصر د بِلهان، زعوان او يعقان ډلو پلار نيکۀ وو. ديسان د عُوض او اران ډلو پلار نيکۀ وو.
د ادوم بادشاهان
43-50دې بادشاهانو په يو بل پسې د ادوم په مُلک حکومت وکړو، په هغه وخت کښې چې د هغې نه مخکښې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې بادشاهان نۀ وُو: د دِنهابا د ښار نه بالع چې د بعور زوئ وو، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې حشيم، د عويت د بدد زوئ حدد، چې هغۀ د موآب په مُلک کښې ميديانيانو له په يو جنګ کښې شکست ورکړو. د مسرقه د ښار نه شمله، د سيند د غاړې ښار رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ د ښار نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطباېل وه چې د ميضاهاب نمسۍ او د مطرِد لور وه. 51د ادوم خلق په دې ډلو کښې تقسيم وُو: تمنع، علوه، يتيت، 52اُهليبامه، ايله، فينون، 53قنز، تيمان، مِبصار، 54مجدِاېل او عِرام.