1
يوحنا 12:8
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
Vergelyk
Verken يوحنا 8:12
2
يوحنا 32:8
او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.“
Verken يوحنا 8:32
3
يوحنا 31:8
بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ.
Verken يوحنا 8:31
4
يوحنا 36:8
نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ.
Verken يوحنا 8:36
5
يوحنا 7:8
کله چې هغوئ بار بار د هغۀ نه تپوس کولو نو هغه نېغ ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى.“
Verken يوحنا 8:7
6
يوحنا 34:8
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے.
Verken يوحنا 8:34
7
يوحنا 10:8-11
عيسىٰ بيا ودرېدلو هغه ښځې ته يې وفرمائيل، ”هغوئ چرته لاړل؟ ولې تۀ هيچا هم مجرمه نۀ کړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”مالِکه، هيچا هم نه.“ او عيسىٰ وفرمائيل، ”او نۀ دې زۀ مجرمه کوم، ځه لاړه شه، خو بيا کله هم ګناه مۀ کوه.“
Verken يوحنا 8:10-11
Tuisblad
Bybel
Leesplanne
Video's